غزني پوهنتون کې د درسي بهیر د ښه تنظیم او د احتمالي ستونزو د مخنیوي په موخه د روان پسرلني سمېستر له درسي بهیر څخه په دوامداره توګه څارنه ترسره کېږي.
غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د پسرلني سمېستر د درسي بهیر د ښه تنظیم، د احتمالي ستونزو د مخنیوي او د تدریس د کیفیت د ارزونې په موخه د ټولو پوهنځیو او درسي ټولګیو څخه منظمې لیدنې او څارنې ترسره کیږي.
د یادې څارنې او ارزونې پرمهال چې د محصلانو چارو د مرستیال مفتي عزت الله نوري او ورسره پلاوي له لوري ترسره کیږي؛ د استادانو د تدریس بهیر، د محصلینو حضور، د درسي نصاب تطبیق، د درسي چاپېریال مناسب والی او نور اړوند موارد له نیږدې ارزول کیږي.
په ورته مهال مفتي صاحب نوري وویل چې د دې لیدنو اساسي موخه دا ده چې د درسي بهیر کیفیت لوړ شي، احتمالي ستونزې په وخت تشخیص او حل شي او محصلینو ته د زده کړو لپاره لا ښه او اغېزمن علمي چاپېریال برابر شي.
همدارنګه د څارنې پر مهال د استادانو او محصلینو نظریات او وړاندیزونه هم اورېدل کېږي، څو د تدریسي بهیر د لا ښه والي لپاره ترې ګټه واخیستل شي.
د غزني پوهنتون مسؤلین ټینګار کوي چې د درسي بهیر منظمه څارنه او ارزونه به دوام ولري، څو د لوړو زده کړو معیارونه په ښه توګه مراعت شي او محصلینو ته باکیفیته زده کړې برابرې شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: دوشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۱۸ مه
۲۰۲۶م، مارچ ۹ مه
