غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د نویو علمي اړتیاوو سره سم د تحصیلي نصاب د تطبیق په موخه ترسره شوه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲ - ۱۵:۱۴
lp

غزني پوهنتون کې د تحصیلي نصاب کمېټې ناسته د نويو علمي اړتیاوو او معاصرو تدریسي معیارونو سره سم، د تحصیلي نصاب د بیا ارزونې او تطبیق په موخه ترسره شوه.
یاده ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشري، د کمېټې د غړو په شتون کې ترسره شوه.
په پیل کې د علمي چارو مرستیال د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل چې موږ هڅه کوو چې د نصاب د عصري کولو له لارې، خپلو محصلینو ته داسې تحصیلي زمینه برابره کړو چې د ټولنې او کار بازار غوښتنو ته ځواب ووایې. د علمي پرمختګونو تعقیب زموږ د ستراتیژۍ مهمه برخه ده.
وروسته د تیري ناستې پریکړو ته لنډه کتنه او ترڅنګ يې د نوې اجنډا مطابق پرېکړه وشوه چې د ستراتیژیک پلان په اساس دي د شپږګونو پوهنځیو د ۱۴۰۴ هـ ل کال د تحصیلي نصاب د پرمختګ راپور کې ذکر شوي ستونزي او وړاندیزونه د علمي، محصلانو، تحقیقاتو او مالي او اداري چارو معاونیتونو؛ او د پوهنځیو ریاستونو په اساس تفکیک او بیا دې دپوهنتون رهبري جلسې ته وړاندې شي ترڅو هر معاونیت او د پوهنځیو ریاستونه د خپلو مسؤلیتونو په برخه کې لازم اقدامات ترسره کړي او همداراز پریکړه وشوه چې دشپږګونو پوهنځیو د تحصیلي نصاب د عمومي کمېټې په واسطه دي د څانګو په سطحه د نمونه ای ارزیابي په چیک لیست کې ځینی نور موارد لکه د محصلینو حاضري، د استاد حاضري د اړوند مضمون په برخه کې او د استاد د تدریس توانمندي هم اضافه شي ترڅو د تدریسی بهیر ټول اړخونه په سمه توګه ارزیابي او ترڅنګ یې په یو شمېر مهمو او متفرقه موضوعاتو بحث او لازمې پریکړي ترسره شوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، رمضان المبارک ۴ مه
۱۴۰۴هـ.ش، حوت ۲ مه
۲۰۲۶م، فبروري ۲۱ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS