غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو ته د علمي مقالو د خپرولو لپاره د مناسب ژورنال د موندلو په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۹ - ۱۵:۲۴
ji

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي له خوا د علمي مقالو د خپرولو او د مناسب ژورنال موندلو په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو. یاد سمینار د پوهنځي د استادانو د علمي ظرفیت د پیاوړتیا او د څېړنو د نړیوالو معیارونو سره د همغږۍ په موخه تنظیم شوی و.
دغه سمینار د ښوونې او روزنې پوهنځي د تاریخ څانګې استاد پوهنمل دوکتور محمد شریف ادیب له لوري وړاندې شو. 
نوموړي د نړیوالو  علمي ژورنالونو د ډولونو، د اعتبار ارزونې معیارونو (لکه impact factor، Scopus، او ISI indexing)، او د مقالو د استولو تخنیکي او اخلاقي اصولو په اړه تفصيلي معلومات وړاندې کړل. ګډونوالو ته دا هم وښودل شوه چې څنګه کولای شي د خپلو څېړنو لپاره مناسب ژورنالونه وپېژني او د جعلي یا غیراعتباري ژورنالونو له خپرولو څخه ځان وساتي.
په ورته مهال د سمینار ګډونوالو ته د پوښتنو کولو وخت هم ورکړل شو چې په پایله کې د ښاغلي ادیب له لوري د دوی پوښتنو ته قانع کوونکي ځوابونه ورکړل شول.
په پای کې برخوالو د دا ډول علمي پروګرامونو د دوام غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د علمي لیکنې او څېړنې په برخه کې منظمې روزنیزې برنامې د پوهنتون د علمي کچې د لوړوالي لپاره خورا ارزښت لري.
باید وویل شي چې د غزني پوهنتون مسؤلین د علمي څېړنو د ودې، د استادانو د مسلکي روزنې او د نړیوالو علمي معیارونو د پلي کولو لپاره بېلابېلې هڅې کوي، او دغه سمینار یې د همدې لړۍ یوه مهمه برخه بلل کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۰ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۱۹ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۸ مه

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۵:۴
Background image

غزني پوهنتون کې د اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلینو د علمي، ټولنیزو او مسلکي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه د «اړیکو جوړونې او ستونزو د حل مدیریت» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د بېلابیلو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بې‌کارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځيو ګڼ شمېر محصلینو ته د اسلام له نظره د فقر او بې‌کارۍ علاج تر سرلیک لاندې علمي سمینار ترسره شو.
په یاد سیمینار کې ویناوالو د اسلام د اقتصادي نظام، د کار او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت په نوښت محصلینو ته له ازموینو څخه د وېري (اضطراب) د مخنیوي او د پسرلني سمیستر وروستیو ازموینو ته د غوره چمتووالي په موخه روزنیز او معلوماتي سمینار. . .

BACK TO NEWS