غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم ډول جریان لري.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۴:۲۱
rt

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد امریت له لوري  د اسلامي او ټولنیزو ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ په منظم او دوامدار ډول جریان لري.
یاده تدریسي لړۍ د دعوت او ارشاد د آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري په اونۍ کې هره یکشنبه او دوشنبه پر مخ وړل کېږي، چې پکې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون مهمې مادې، شرعي او ټولنیز اصول، د اداري اخلاقو ارزښت، د دندې پر مهال د اسلامي چلند مراعت، او د ټولنې په اصلاح کې د هر وګړي مسوولیتونه تشریح کېږي.
په ورته مهال اداري او خدماتي کارکوونکي هم د دغي تدریسي لړۍ هرکلی کوي او څرګندوي چې دغه درسونه د هغوی د دیني پوهې د زیاتوالي تر څنګ، د کاري مسوولیتونو په سم درک او ښه اجرأ کې ورسره مرسته کوي.
د یادونې وړ ده چې د دغو درسونو ترڅنګ د یاد آمریت له لوري ټاکل شوی نصاب هم اداري او خدماتي کارکوونکو ته په منظمه توګه هره اونۍ تدریس کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۴ جدې۱۴۰۴هـ ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS