غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۹ - ۱۵:۳
sd

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت د یوې ځانګړې غونډې په ترڅ کې د یاد آمریت اړوند کمېټې ۱۳ تنه بااستعداده او فعال محصلین د غوره کړنو، اغېزمنو فعالیتونو او مثبتې ونډې له امله وستایل.
یاده ستاینغونډه د پوهنتون په مسجد شریف کې د څلورو معاونیتونو معاون صاحبانو، د پوهنځیو د رئیسانو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو په ګډون ترسره شوه.
جوړي شوې غونډې ته د مالي او اداري مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د خبرو پرمهال د دعوت او ارشاد آمریت د کړنو ستاینه وکړه او ویې ویل: چې د محصلینو هڅونه د پوهنتون د پرمختګ مهم اصل دی او دغه ډول پروګرامونه د محصلینو د لا زیاتو هڅو، مسؤلیت منلو او سالم فکري چاپېریال د رامنځته کېدو لامل ګرځي.
هغه زیاته کړه چې ستایل شوو محصلینو د دعوتي، فرهنګي او ټولنیزو فعالیتونو په ترسره کولو کې ځانګړې لاسته راوړنې لرلې او د هغوی هڅې باید د نورو محصلینو لپاره د الهام سرچینه وګرځي.
دارنګه د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه هم دیاد آمریت له کړنو ستاینه وکړه او د اسلامي نظام له لوري د ورکړل شوو قربانیو اړوند یې خبرې وکړې او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې تل باید فکري مبارزین واوسي او خپلي هڅې دوامداره وساتي. 
په پای کې یاد شوو ۱۳ تنه محصلینو ته د ستاینلیکونو د ورکړي ترڅنګ د دوی له هڅو او لاسته راوړنو ستاینه وشوه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
چهارشنبه ، ۱۹ جمادی الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۹ قوس۱۴۰۴ه ش

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۱:۸
Background image

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري د پوهنځیو له رئیسانو سره په چارو کې د همغږۍ او ښه والې په موخه ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د مالي او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي له لورې د پوهنځیو له رئیسانو سره د همغږۍ او د چارو د لا ښه والي په موخه مهمه ناسته ترسره شوه.
د ناستې په پیل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې د فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو تر عنوان لاندې د محصلینو فکري انجمن ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د محصلینو د فکري ودې او د معاصرو ننګونو د درک په موخه د “فکري جګړې پېژندنې او لارو چارو” تر عنوان لاندې فکري انجمن ترسره شو. په دې پروګرام. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۰ - ۱۰:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی غوښتنو او شکایتونو اورېدلو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د محصلینو د ستونزو د حل او د هغوی د غوښتنو او شکایتونو د اورېدلو په موخه، له لیليې څخه ځانګړې لیدنه ترسره کړه. 
د دغي لیدنې. . .

BACK TO NEWS