غزني پوهنتون د مالی او اداری چارو مرستیال د یاد ولایت د فواید عامې ریاست د رئیس سره په پوهنتون کې د ځينې کارونو د ترسراوي په موخه ناسته ترسره کړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۴:۳۵
rt

غزني پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال، محترم شیخ الحدیث عبدالهادی ذوالهادی د یاد ولایت د فواید عامې رئیس، سره د پوهنتون د ځينې کارونو د ترسراوي په موخه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې دواړو لورو د پوهنتون اړوند ځینو بنسټیزو چارو او اړتیاوو په اړه مفصل بحث او د نظرونو تبادله وکړه. د ناستې اصلي موخه د پوهنتون د ځینو فزیکي چارو او ساختماني ستونزو د حل لپاره د فواید عامې ریاست همکاري ترلاسه کول وه.
محترم مرستیال د غزني پوهنتون د ودانیو، سړکونو، د پیاوړتیا په برخه کې د فواید عامې ریاست له خوا د مرستې غوښتنه وکړه.
په مقابل کې، د فواید عامې رئیس د پوهنتون له مسؤلینو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ او څرګنده یې کړه چې یاد ریاست به د خپلې ممکنې بودجې او منابعو په چوکاټ کې د پوهنتون د اړتیاوو د پوره کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
ناسته د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو عملي ګامونو د همغږۍ په هوکړه پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه، ۱۳، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ۱۴، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش
 

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې اداري کارکوونکو ته د احتمالي اور لګېدنې پر مهال د پر وخت غبرګون؛ او اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې په اړه د عامه پوهاوي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د اداري کارکوونکو د مسلکي پوهاوي او د احتمالي اورلګېدنې پر مهال د سم او پر وخت غبرګون د وړتیا لوړولو په موخه، د اور وژنې وسایلو د پېژندنې او سمې کارونې تر عنوان لاندې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۵:۱۷
Background image

د غزني ولایت د سکتوري ریاستونو او مؤسساتو د همغږۍ په موخه جوړه شوې ناسته کې د غزني پوهنتون له لوري په زیربنایې او څېړنیزه برخه کې غوښتنې او وړاندیزونه شریک شول.

د غزني ولایت اقتصاد ریاست په مشرۍ د سکتوري ریاستونو او مؤسسو ترمنځ د لړ مهمو موضوعاتو د ترسراوي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.
په یاده ناسته کې د غزني پوهنتون د علمې څېړنو د مرستیال. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۶
Background image

غزني پوهنتون کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د پسرلني سمستر په ازموینو کې د پوهنتون په کچه د لوړو فیصدیو ترلاسه کوونکو ۱۹ تنه ممتازو محصلینو د ستاینې په موخه ځانګړې غونډه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري ۱۹ تنه ممتاز او د نمرو د لوړې فیصدي لرونکې محصلین د ځانګړو مراسمو پر مهال، د تحایفو او ستاینلیکونو په ورکړه وستایل شول.
په دې غونډه کې د. . .

BACK TO NEWS