غزني پوهنتون کې د غزني ولایت پوهنې ریاست د (۳۳۲) پنځم او شپږم خالي بستونو ازموینه واخېستل شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۱۶
sx

ورځ: چهارشنبه

نېټه: شعبان المعظم ۶مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

۵ فبروري ۲۰۲۵ میلادی

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند د پنځم او شپږم خالي بستونو ازموینه د یاد پوهنتون د رهبرۍ او مسؤلینو، د غزني ولایت د پوهنې ریاست د مسؤلینو او د ازموینو ملي ادارې څخه د راغلي پلاوي په شتون کې واخېستل شوه.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور ګډونوالو ته د ازموینې د پروسې اړوند وینا وکړه او زیاته یې کړه چې ازموینه د شفافیت، عدالت او رقابتي اصولو په پام کې نیولو سره تنظیم شوې، تر څو وړ او مسلکي کادرونه د پوهنې سیستم ته جذب شي. او زیاته یې کړه چې دوی په هر وخت کې د پوهني ریاست سره د هر ډول علمي همکاریو ترسره کولو ته ژمن دي.

ورپسې د یاد ولایت د پوهنې رئیس غونډي ته په وینا کې د غزني پوهنتون له رهبرۍ څخه د هر ډول او تلپاتي علمي همکاریو مننه وکړه. او همدارنګه یې د ازموینې د ترسره کولو پر مهال د علمي رقابتونو پر اهمیت ټینګار وکړ. نوموړي زیاته کړه چې دا ډول ازموینې د شایسته‌سالارۍ د ترویج لپاره حیاتي ارزښت لري.

ورپسې د ازموینو ملي ادارې څخه راغلي پلاوي مسؤل خبرې وکړې. او د ازموینو د ملي ادارې لاسته راوړنې او کړنې یې له ګډونوالو سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې دا پروسه په پوره شفافیت او د ټولو اصولو او مقرراتو پر بنسټ ترسره کېږي، د هیچا حق به ضایع نه‌ شي، او یوازې وړ او شایسته کادرونه به جذب شي.

د یادونې وړ ده چې غزني ولایت پوهنې ریاست د تحصیلي کادرونو جذب ته ژمن دی او د علمي ظرفیتونو د لوړولو لپاره منظمې ازموینې اخلي.

نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۷ - ۱۲:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د غزني ولایت پوهنې ریاست د (۳۳۲) پنځم او شپږم خالي بستونو ازموینه واخېستل شوه.

ورځ: چهارشنبه

نېټه: شعبان المعظم ۶مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۱۷مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

۵ فبروري ۲۰۲۵ میلادی

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست اړوند د پنځم او شپږم خالي بستونو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۶ - ۱۴:۱۴
Background image

د غزني پوهنتون د شپږو پوهنځیو لپاره نوي معاونین د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې معرفي او رسماً یې په دندو پیل وکړ.

ورځ :سه شنبه

۴ فبروري ۲۰۲۵

شعبان المعظم ۵مه، ۱۴۴۶ هـ.ق

سلواغې ۱۶مه، ۱۴۰۳ هـ.ش

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د یاد پوهنتون د شپږو پوهنځیو. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۳ - ۱۳:۴
Background image

غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوي ستراتیژیک پلان د لاښه پوهاوی په موخه علمي او معلوماتي سیمینار وړاندي شو.

۱۴۴۶هـ ق د شعبان المعظم ٢مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ١٣ مه

۲۰۲۵م د فبروری ١ مه

نن ورځ د غزني پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي تائید شوی ستراتیژیک پلان د. . .

BACK TO NEWS