غزني پوهنتون د کرني پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي، تائید شوې ستراتیژیک پلان اړوند، علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۱ - ۹:۱۹
zx

۱۴۴۶هـ ق د رجب المرجب ۲۸مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ۱۰ مه

۲۰۲۵م د جنورۍ ۲۹ مه

د غزني پوهنتون د کرني پوهنځي استادانو او کارکوونکو ته د یاد پوهنځي، تائید شوې ستراتیژیک پلان اړوند علمي او معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

دغه غونډه، چې د کرنې پوهنځي د اداري ټیم په همکارۍ جوړه شوې وه، پکي د یاد پوهنځي استادانو او اداري کارکوونکو، شتون درلود.

د غونډې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو، ورپسې د کرنې پوهنځي رئیس پوهندوي حبیب الله همایون د ستراتیژیک پلان د ارزښت او موخو په اړه تفصيلي وینا وکړه. نوموړي د پلان د جوړښت، د تطبیق میکانیزم، او د مهمو اهدافو تشریح وکړه، چې پکې د تدریس او څېړنې کیفیت لوړول، د عملي زده کړو پیاوړتیا، د کرنې د نوې تکنالوژۍ پراختیا، او د سیمه‌ییزو کرنیزو اړتیاوو ته د مؤثر ځواب ورکولو مسایل شامل وو.

همداراز، د غونډې په ترڅ کې د یاد پوهنځی استاد پوهندوی سید رحیم غفاري د ستراتیژیک پلان تشریح او د کرنې پوهنځي د تاریخي مخینې او یاد پوهنځي د تأسیس او څانګو په اړه یې خبرې وکړې.

په پای کې، د کرنې پوهنځي مشرتابه له ټولو ګډونوالو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د دغه ستراتیژیک پلان بریالی تطبیق به د پوهنځي د علمي کچې د لوړولو او د کرنې سکتور ته د غوره کدرونو د وړاندې کولو لامل شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه د اړینو چارو د ترسره کولو اړوند مشورتي ناسته ترسره کړه.

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لورې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند د ۱۷مي ګڼې فرمان د تدریس لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري٬ استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عاليقدر اميرالمومنین حفظه الله تعالی ورعاه د ۱۷ ګڼې فرمان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د. . .

BACK TO NEWS