د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال د شپږګونو پوهنځیو له رئیسانو سره د استادانو د علمي څېړنو او علمي برنامو ترسره کولو په موخه د همغږۍ ناسته وکړه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۱ - ۹:۵۱

نېټې او ورځ :دوشنبه

٢٨ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶ هـ ق

١٠ جدی ۱۴۰۳ هـ ش

٣٠ ډسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه د دغه پوهنتون د شپږګونو پوهنځيو له رئیسانو سره د استادانو له لوري د علمي څېړنو او د علمي برنامو د ترسره کولو په موخه ګډه علمي او مشورتي ناسته ترسره کړه.

چې پکې د ژمنیو رخصتیو په دوام د استادانو له لوري د علمي څېړنو د ترسره کولو او د هغوی لپاره د اړینو اسانتیاوو د برابرولو، علمي برنامو ترسره کولو اړوند یې بحث او خبري اتري وکړې او له رئیس صاحبانو څخه یې د خپلي پوهنځۍ اړوند د استادانو له لوري د ژمي په جریان کې د ترسره شویو علمي چارو او تحقیقاتو راپورونو غوښتنه یې وکړه.

او همدارنګه یې د تحصیلي نصاب او د تیر خزاني سمیستر د استادانو او محصلینو د ستونزو اړوند یې معلومات وغوښتل تر څو په راتلونکي کال کې دغه ستونزي او مشکلات حل او درسي څاپېریال لا منظم او درسي پلانونه په ښه توګه پرمخ لاړ شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

May be an image of text

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۳۱
Background image

د غزني پوهنتون (۴۸) تنو خدماتي کارکوونکو ته ژمني توکي یا البسه وویشل شوه.

ورځ: سه شنبه

نېټه:

١۴۴۶ هـ ق، د رجب ۱۳

۱۴۰۳ هـ ش، د جدی ۲۶

۲۰۲۵ م، د جنورۍ ۱۴

د غزني پوهنتون (۴۸) تنو خدماتي کارکوونکو ته ژمني توکي یا البسه وویشل شوه. دغه د وېش لړۍ د یاد پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۹:۲۸
Background image

د غزنی پوهنتون د مالی کمېټې ناسته ترسره شوه، او د تدارکاتو کلني راپور د وړاندې کولو ترڅنګ پکي د نویو اخیستل شویو کمپیوټرونو او پرینټرونو د وېش پرېکړه وشوه.

ورځ:دوشنبه

د ۱۴۴۶ هجري قمري کال د رجب المرجب ۱۲مه

د ۱۴۰۳ هجري شمسي کال د جدي ۲۴مه

او د ۲۰۲۵ میلادي کال د جنورۍ ۱۳مه

د غزني پوهنتون د مالی کمېټې ناسته د ملي او اداري چارو مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۲ - ۱۴:۲۶
Background image

په غزني ولایت کې د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیه او عالمیه دورو کلنۍ ازموینه پیل چې شاو او خوا ۳۸۰ تنو فاضلانو پکي ګډون کړی وو.

نېټې او ورځ:
رجب المرجب ۱٠مه ۱۴۴۶هجري قمري
جدی ۲۲مه ۱۴۰۳ هجري شمسي
 جنوري ۱۱مه ۲۰۲۵میلادي

غزني ولایت کې د جهادي او خصوصي دیني مدارسو د عالیه او عالمیه دورو کلنۍ ازموینه ۳۸۰ تنو فاضلانو. . .

BACK TO NEWS