د غزني پوهنتون عمومي رئیس او ورسره پلاوي د خزاني سیمیستر د وروستیو ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۶ - ۱۳:۲۷
jk

ورځ او نېټې: دوشنبه

هجري قمري: ۱۴ جمادی الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۲۶ قوس ۱۴۰۳

میلادي: ۱۶ دسمبر ۲۰۲۴

نن ورځ د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او ورسره پلاوي؛ د دغه پوهنتون د خزاني سیمیستر د وروستیو ازموینو له روان بهیر څخه لیدنه وکړه.

د دغي لیدني پرمهال یې له اړوندو مسؤلینو څخه په امتحاناتو کې د شفافیت او له محصلینو څخه د جعل کارۍ نه د مخنیوي غوښتنه وکړه، او همدارنګه محصلینو ته یې وویل چې پرته له ویري او تشویش څخه خپلو ازموینو ته ادامه ورکړي او د ازموینو لپاره په منظم ډول اماده ګې ونیسي.

باید وویل شي چې د لوړو زده کړو وزارت د هدایت په اساس په ټولو سړو سیمو کې د قوس ( لیندۍ) میاشتي په ۱۵ مه نېټه د خزاني سیمیستر وروستۍ ازمویني پیل شوې، چې د مهالوېش له مخي دا مهال په منظم ډول رواني دي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۵
Background image

غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه د اړینو چارو د ترسره کولو اړوند مشورتي ناسته ترسره کړه.

تېره ورځ په غزني پوهنتون کې د مسؤلینو له لورې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د دریمې مرحلې د اخیستلو په موخه مشورتي ناسته ترسره کړه.
یاده ناسته د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۴۰
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي اړوند د ۱۷مي ګڼې فرمان د تدریس لړۍ پیل شوه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن له لوري٬ استادانو ته په ټولنه کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عاليقدر اميرالمومنین حفظه الله تعالی ورعاه د ۱۷ ګڼې فرمان د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۵ - ۱۳:۳۵
Background image

د غزني پوهنتون عمومی رئیس د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه ليدنه او ارزونه ترسره کړه.

د غزني پوهنتون عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن د یاد پوهنتون له مرکزي کتابتون څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او همدا راز یې د دغه کتابتون عمومي وضعیت، کاري بهیر او د محصلینو لپاره د. . .

BACK TO NEWS