د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یاد پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امرباالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون اړوند رسمي جریدې د توشیح سوي فرمان د مادو سره یو ځای د نصاب درسونو سره سیمینار دائر شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۰:۳۸
jk

دوشنبه : ۹/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۱/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۱/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د دغه پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون رسمي جریدې د توشیح سوي فرمان د مادو سره یو ځای د نصاب درسونو سره پیل شو.

دغه درسونه چې هره دوشنبه د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري پر مخ وړل کیږي پکي نن ورځ د نصاب د اصلاحي درسونو د زکات د برخي د پاتي موضوعاتو د تشریح ترڅنګ د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت قانون رسمي جریدې د توشیح شوي فرمان د مادو سره پیل او په اړه یې ګډون کوونکو ته معلومات وړاندي شول او په اخیر کې د دوی پوښتنو ته ځوابونه وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS