د کیفیت د تضمین او لوړاوي نوبتي غونډه وسوه

د غزنی پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړاوي نوبتي غونده وسوه، چي پر مهال ئې د غزنی پوهنتون رئېس م. عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستيال استاد عبدالبصیر حنفی ، د پوهنتون د کیفیت د تضمین او لوړاوي آمر پوهندوی حبیب الله همایون او د پوهنځيو د کیفیت د تضمین د کمېټو مسئولانو ګډون کړی وو.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره پېله سوه، په سر کښي د غزنی پوهنتون رئېس م. عبدالواسع منصور ، لومړی د غزنی پوهنتون د کیفیت د تضمین د مسئولانو هڅي وستایلې او خوښي ئې وښووله، چي د پخوا په څېر غزنی پوهنتون اوس هم د سيمي په سطحه معتبر پوهنتون دئ.
ورپسې د علمي مرستيال استاد عبدالبصیر حنفی په خپلو خبرو کي د پوهنتون او پوهنځيو د کیفیت د تضمین مسئولانو د هڅو او نه ستړي کېدونکو هلو ځلو ستاينه او قدرداني وکړه؛ ښاغلي حنفی د کیفیت د تضمین د ارزښت او د پوهنتون د اعتبار ساتلو په اړه ارزونه، چي په نږدې راتلونکي کښي به پېل سي، خبري وکړې او غوښتنه ئې وکړه، چي د پوهنځيو د کیفیت د تضمین د کمېټې له خوا دي د خپلو پوهنځيو د کمېټو ارزونه وسي او راپور دي د پوهنتون د کیفیت د تضمین آمريت سره شريک کړل سي.
وروسته پر ځينو مهمو موضوعاتو د غونډي د ګډونوالو نظرونه واورېدل سول هرازخيزي او لازمي پریکړي وسوې او وروسته غونډه د دؤعاء په ويلو سره پای ته ورسېده.