غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه د پوهنځیو د ځاني ارزونې په برخه کې د کلني راپور پېژندنې او ترتیب اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.
غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ته د ځان ارزونې د کلني راپور د پېژندنې، ترتیب او چمتو کولو په اړه معلوماتي سمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د ځان ارزونې د کلني راپور پر اهمیت، اساسي برخو، د ترتیب پر څرنګوالي او د اړینو معلوماتو پر راټولولو بحث وشو، څو د پوهنځیو او څانګو مسؤلین وکولای شي خپل راپورونه د تضمین کیفیت له معیارونو سره سم، په منظم او معیاري ډول ترتیب کړي.
د یاد سمینار موخه د ځان ارزونې بهیر پیاوړتیا، د علمي او اداري فعالیتونو د کیفیت لوړول او د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو لپاره د اماده ګي نیول دي.
باید وویل شي چې غزني پوهنتون د کیفیت لوړونې، معیاري تحصیلي خدمتونو وړاندې کولو او د علمي پرمختګ په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۵/۰۱ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۱۳م
