غزني پوهنتون کې شرعیاتو پوهنځي ته د نویو بریالیو محصلینو د ښه راغلاست او د پوهنتون له علمي او تحصیلي چاپیریال سره د هغوی د بلدتیا په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۵:۱
ek

غزني پوهنتون کې د شرعیاتو پوهنځي نویو بریالیو محصلینو ته د ښه راغلاست، د پوهنتون له علمي او تحصیلي چاپېریال سره د هغوی د بلدتیا او د پوهنتون د تحصیلي چارو، اصولو او مقرراتو په اړه د معلوماتو ورکولو په موخه معلوماتي سمینار ترسره شو.
د سمینار د پیل پرمهال د محصلانو مرستیال مفتي عزت الله نوري نوو جذب شوو محصلینو ته د ښه راغلاست او مبارکۍ ترڅنګ؛ د دیني او عصري علومو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې د دینې علومو زده کړه فرض عین او هر مسلمان باید دیني علوم زده کړي ترڅو دنیوي او اخروي کامیابي ترلاسه کړي او همدارنګه عصري علوم فرض کفایې او دغو علومو ته توجه او زده کړه مو د نورو سیال او د هغوی له احتیاجه خلاصوي.
او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلو زده کړو ته زیاته توجه وکړي، وخت بې ځایه تېر نه کړي او له تعصب او قوم پرستۍ څخه جداً ډډه وکړي.
او ټینګار یې وکړ چې باید د اسلامي نظام قوانین او اصول په خاص ډول د محصلینو ژمنلیک په منظم ډول پر خپلو ځانونو تطبیق کړي.
وروسته د یاد پوهنځي استاد پوهندوی احسان الله شهامت نویو محصلینو ته د پوهنتون د علمي چاپېریال، د شرعیاتو پوهنځي د تحصیلي پروګرامونو، درسي بهیر، د محصلینو حقوقو او مسؤولیتونو، حاضري، نظم او ډسپلین او د علمي او فرهنګي فعالیتونو په اړه لازم معلومات وړاندې کړ.
همدارنګه پر نویو محصلینو ټینګار وشو، چې له فرصتونو څخه په اغېزمنه توګه ګټه واخلي، خپلو زده‌کړو ته جدي پاملرنه وکړي، د استادانو لارښوونې په پام کې ونیسي او د علمي، اخلاقي او اسلامي ارزښتونو په رعایت سره د خپل تحصیلي مسیر د بریالیتوب لپاره هڅې وکړي.
باید وویل شي چې هرکال دغه پوهنتون ته د نوو بریالي شوو محصلینو لپاره د پوهنتون پېژندنې او له تحصیلي چاپیریال سره د بلدتیا برنامې ترسره کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه
۱۴۴۸/۰۲/۲۷ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۵/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۸/۱۱م

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزې او په ازموینه کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې دوه معلوماتي سمینارونه وړاندې شول.

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزو او په ازموینو کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

دغه سمینارونه چې د اقتصاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۰
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري مراسلاتو د معیاري کولو او مسلکي مکتوب لیکنې په موخه د اداري مراسلاتو او مکتوب لیکنې معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، اداري مراسلاتو د معیاري کولو او د رسمي مکتوبونو د لیکنې د کیفیت ښه‌والي په موخه یو ورځنی معلوماتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق او د لمانځه د غوره اداینې او فضیلت په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق، د لمانځه د سمې اداینې، فضیلت او ارزښت په اړه دیني او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS