غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
tg

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه.
د ناستې پیل د قرآن عظیم الشآن د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې د علمي څېړنو او مجلې مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند وویل چې باید د پوهنتون د ودې او تحول لپاره کار وکړو منظمې طرحې او پلانونه ترتیب کړو څو مو پوهنتون لا پرمختګ وکړي؛ او له ګډونوالو یې غوښتنه وکړه چې کمېټې ته د راتلونکو د رتبو د تثبیت دوسیې دقیقي او هر اړخیزي وکتل شي. 
وروسته له اجنډا سره سم د یو تن استاد د رتبې د اخیستلو په موخه د ژباړل شوي اثر کتنه او د څېړونکو لخوا د لیکل شویو مقالو او علمي اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم برابرولو لپاره د تخنیکي او فني هئيت تعین ترڅنګ په یو لړ متفرقه موضوعاتو هم بحث او لازمې پریکړي وشوې.
په پای کې، د نشراتو مرکزي کمېټې غړو ژمنه وکړه چې د علمي خپرونو د لا معیاري کېدو، د څېړنیزو مقالو د کیفیت او د نړیوالو اکاډمیکو اصولو د تطبیق لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، ذوالقعدة الحرام ۱۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، ثور ۹ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۲۹ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۱۱:۲۳
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو ستونزو او د هغوی د غوښتنو د اوریدو په موخه له لیلیې څخه لیدنه ترسره شوه.

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشت محصلینو د ستونزو له نیږدې ارزونې، د هغوی د غوښتنو د اورېدو او د اوسېدنیزو چارو د ښه والي په موخه د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري له لیلیې څخه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۱ - ۹:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالي ورعاه د پنځو فرامينو د مجموعې سلګونه ټوکه جریده د عامه پوهاوي په ورکولو سره وويشل شوه.

غزني پوهنتون کې د منظم پلان له مخي د يوه درې کسيز هېئت چې په ترکيب کې يې د پوهنتون عمومي رئيس شيخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستيال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۵:۳۵
Background image

پوهنتون کې استادانو ته د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس لړۍ پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د استادانو لپاره د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تدریس او پوهاوي ځانګړې لړۍ په بریالیتوب سره پای ته ورسېده. دغه روزنیز پروګرام د پوهنتون د عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

BACK TO NEWS