غزني پوهنتون کې د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ته په کریډیټ سیستم او محصل ژمنلیک باندې د ښه پوهاوي اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۱۴:۳۴
dr

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د شپږګونو پوهنځیو محصلینو ته د کریډیټ سیستم او محصل ژمنلیک په اړه هر اړخیز معلوماتي سمینار ترسره شو.
د یاد سمینار موخه د لوړو زده کړو وزارت او پوهنتون له اصولو، لوایحو او مقرراتو سره د محصلینو بلدتیا او د محصل ژمنلیک ښه تطبیق او ورته ژمن پاتي کېدل وو.
دغه سمینار د بېلابیلو پوهنځیو د استادانو له لوري وړاندې شو چې پرمهال یې محصلینو ته د کریدیټ سیستم پر پېژندنه، د اصلي، تخصصي او پوهنتون شموله مضامینو او د محصل ژمنلیک اړوند هر اړخیز معلومات له محصلینو سره شریک شول؛ او غوښتنه ورڅخه وشوه چې د لوړو زده کړو وزارت قوانین او مقررات مراعات او د نوي ژمنلیک سره ځانونه په شرعي طریقه برابر او یاد ژمنلیک ته ژمن پاتي شي. 
دغه ډول پروګرامونه د محصلینو د ظرفیت لوړولو او د عصري تحصیلي معیارونو د پلي کولو په برخه کې مهم بلل کېږي او تمه ده چې په راتلونکي کې به هم دوام ومومي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۲۱ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۱۹ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۸ مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS