غزني پوهنتون کې محصلینو ته د فکري ودې په موخه د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۴:۵۹
nj

غزني پوهنتون کې د محصلانو چارو معاونیت له لوري د محصلینو د فکري او روحي ودې په موخه "د اسلام له نظره د صبر او توکل فضیلت، پر روان یې اغېزې او پر ځان باور" تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار ترسره شو.
 یاد سمینار د دوو تنو استادانو، له لوري وړاندې شو، چې لومړۍ برخه يې د ښونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل حسن خان درمل پر ځان باور موضوع هر اړخیزه تشریح کړه او زیاته یې کړه چې پر ځان باور د بریالیتوب بنسټ دی او که یو انسان له صبر او توکل سره یو ځای پر ځان باور هم ولري، نو کولی شي خپل هدفونه په اسانه تر لاسه کړي. 
وروسته د شرعیاتو پوهنځي رئیس مولوي عبدالمنان البدر د صبر او توکل موضوع د اسلامي لارښوونو له مخې تشریح؛ او ویې ویل چې صبر د انسان د شخصیت په پیاوړتیا کې مهم رول لري او توکل انسان ته ذهني سکون او د ستونزو پر وړاندې د مقابلې ځواک وربخښي، همداراز یې د صبر او توکل پر رواني اغېزو خبرې و کړې، او څرګنده یې کړه چې دغه ارزښتونه د اضطراب، نا امیدۍ او ذهني فشارونو په کمولو کې مهم تاثیر لري. 
 په پای کې یې له محصلینو غوښتنه وکړه چې د اسلام له دغو ارزښتناکو اصولو څخه په خپل ورځني ژوند کې ګټه واخلي، څو په علمي ډګر کې بریالي او هم سالمه ټولنه رامنځته کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: چهارشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ۸۲ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ۲۶ مه
۲۰۲۶م، اپریل ۱۵ مه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.

غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته. . .

BACK TO NEWS