غزني پوهنتون کې فرهنګي کمېټې د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د فرمانونو د اغېزمن تطبیق او د عامه پوهاوي ترسره کولو په موخه خپله ناسته ترسره کړه.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۵ - ۱۴:۳۶
vy

غزني پوهنتون کې فرهنګي کمېټې د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی ورعاه د فرمانونو د ښه تطبیق او په اړوند يې د عامه پوهاوي د پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه.
 د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو.
ورپسې د محصلانو چارو مرستیال او د یادې کمېټې مسؤل مفتي عزت الله نوري ګډونوالو ته د ناستې د اهدافو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی فرمانونه د ټولنې د اصلاح، د اسلامي ارزښتونو د ژوندي ساتلو او د شرعي اصولو د پلي کولو لپاره واضحي لارښوونې دي، چې هر افغان باید د هغې د تطبیق برخوال وي.
ورپسې د دغي کمېټې غړو د فرمانونو پر اغېزمن تطبیق او د عامه پوهاوي په ترسره کولو خبرې اترې وکړې او د عملي کولو د لارو چارو په اړه یې خپلې نظریې وړاندې کړې. همداراز یې د محصلینو لپاره په راتلونکې کال کې د عامه پوهاوي سمینارونو په ترسره کولو د فرمانونو په بنرونو کې د چاپ او د ټولنیزو رسنیو له لاري یې په نشر باندې خپل نظریات شریک کړل، او پرېکړه یې وکړه چې فرهنګي کمېټه به د فرمانونو د لا زیات عامه کولو لپاره ځانګړې تعلیمي، تبلیغي او فرهنګي برنامې طرحه او عملي کړي، څو د ټولنې هر قشر ته د اسلامي نظام د اصولو او د عالیقدر أمیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه د لارښوونو پیغام په ښه ډول ورسول شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: شنبه
۱۴۴۷هـ.ق، د شعبان ۲۶ مه
۱۴۰۴هـ.ش، د دلوې ۲۵ مه
۲۰۲۶م، د فبروري ۱۴ مه

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.

غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته. . .

BACK TO NEWS