غزني پوهنتون کې د کتاب لوستلو روحیې د ودې او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۸
sd

د غزني پوهنتون او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د علمي سرچینو د پېژندنې او د کتاب لوستلو د روحیې د ودې په موخه، د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.
د دغه نندارتون موخه د محصلینو او علمي کادر غړو ترمنځ د مطالعې فرهنګ ته وده ورکول، د بېلابېلو علمي او څېړنیزو سرچینو معرفي کول او د علمي پوهې د کچې لوړولو لپاره د کتاب لوستلو ارزښت روښانه کول وو.
په همدې موخه جوړي شوې غونډې پرمهال د غزني پوهنتون عمومي رئیس د کتاب او مطالعې په ارزښت د خبرو ترڅنګ د اسلامي نړۍ د علماوو پر پوهې او د هغوی له لوري د لیکل شوو آثارو په اړه معلومات وړاندې کړل؛ او زیاته یې کړه چې کتاب د انسان د ژوند ملګری ده؛ نو محصلین باید خپلې مطالعې او وخت ته زیاته توجه وکړي.
دارنګه د اطلاعاتو او کلتور رئیس الحاج ملا حمید الله نثار وویل چې د دغه نندارتون موخه د محصلینو هڅول او د مطالعې د فرهنګ ژوندی ساتل دي او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې د خپلي مطالعې لپاره باید داسي کتاب انتخاب کړي چې د دین، نظام او د ټولنې له اساساتو سره سم وي.
وروسته د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه هم د یاد ریاست له مسؤلینو مننه وکړه چې دوی د محصلینو د ظرفیت لوړونې او د مطالعې دود د پیاړتیا لپاره داسې نندارتونونه ترسره کوي او غوښتنه یې وکړه چې ټول ادارات دي له پوهنتون سره په هره برخه کې همکاري وکړي. 

 همداراز د علمي څېړنو مرستیال پوهندوی دوکتور دریاخان هڅاند وویل کوم څه چې نن ورځ نندارې ایښودل شوي موخه یې تجارت نه، بلکي هدف یې د علم او پوهې ترویج او پیاوړتیا ده.
د یادونې وړ ده چې په دغه نندارتون کې د غزني پوهنتون د عمومي کتابتون ترڅنګ یولسو نورو خصوصي کتابتونونو خپل کتابونه نندارې ته وړاندې کړل.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
دوشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۲۹ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۲۰ هـ.ش
۲۰۲۶/۱۰/۱۲م

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کتاب لوستلو روحیې د ودې او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.

د غزني پوهنتون او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د علمي سرچینو د پېژندنې او د کتاب لوستلو د روحیې د ودې په موخه، د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین یې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنځو فرامینو په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین د دوی د غوره علمي هڅو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۱۵
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته په علمي، تدریسي او څېړنیزو چارو کې د نوښت او ابتکار اړوند علمي سمینار وړاندې شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا( PDC ) آمریت له لوري استادانو ته د خپلو علمي، تدریسي او اداري چارو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه، د نوښت او ابتکار تر سرلیک لاندې علمي او. . .

BACK TO NEWS