غزني پوهنتون کې د کارونو د لا ښه والي او پرمختګ په موخه اداري ناسته ترسره شوه.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۱:۲۴
ft

غزني پوهنتون کې د مالې او اداري چارو د مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي په مشرۍ؛ د ادارې د لا پیاوړتیا، د چارو د منسجم کولو او د خدماتو د کیفیت د لوړولو په هدف اداري ناسته ترسره شوه. په دغه ناسته کې د یاد معاونیت اړوند ټولو آمرینو او مدیرانو شتون درلود.
چې پیل یې د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
وروسته شیخ صاحب د دندې او مسؤلیت اړوند خبري وکړې، او دارنګه یې د بیت المال په ساتنه، او د نقصاناتو په له منځه وړلو یې ټینګار وکړ او همدار راز یې د پوهنتون د وروستیو فعالیتونو، ستونزو او راتلونکو پلانونو په اړه بشپړ معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه چې د غزني پوهنتون اداره د کیفیتي بدلون او دوامداره پرمختګ لپاره جدي اراده لري.
په ننۍ ناسته کې هر کارکوونکي ته په خپله برخه کې دنده ورکړل شوه څو یې په روانې اونۍ کې ترسره او کاري راپور یې له دغه معاونیت سره شریک کړي.

په پای کې شیخ صاحب یادونه وکړه چې د ادارې د اصلاح او پرمختګ لپاره به عملي ګامونه اخیستل کېږي، څو غزني پوهنتون د هېواد په کچه د یو معیاري او مخکښ علمي مرکز په توګه خپل ځای لا پیاوړی کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
سه شنبه ، ۲۷ جمادی الاول ۱۴۴۷ هـ.ق— ۲۷ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.

غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته. . .

BACK TO NEWS