غزني پوهنتون کې د علمي او مسلکي فعالیتونو د پیاوړتیا او تحصیلي نصاب د معیاري تطبیق او دوامداره پرمختګ په موخه، د تحصیلي نصاب تطبیق، تدوین، بیاکتنې او پراختیا په موخه دوه مهم علمي کنفرانسونه وړاندې شول.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۰
ed

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د تحصیلي نصاب د عمومي فني هیئت او فرعي فني هیئتونو غړو ته 
 د علمي او مسلکي فعالیتونو د پیاوړتیا او تحصیلي نصاب د معیاري تطبیق او دوامداره پرمختګ په موخه، د تحصیلي نصاب تطبیق، تدوین، بیاکتنې او پراختیا په موخه دوه مهم علمي کنفرانسونه ترسره شول.
یاد کنفرانسونه د کرنې پوهنځي د دوو تنو استادانو ښاغلي پوهنوال سید رحیم غفاري  او استاد پوهنوال محمد عمر درویش له لوري په علمي، منظم او مسلکي ډول وړاندې شول.  چې پر مهال یې د تحصیلي نصاب د اغېزمن تطبیق، تدوین او بیاکتنې اصولو، د علمي او مسلکي اړتیاوو له مخې د نصاب د پراختیا او غوره تطبیق په اړه مهم او ارزښتناک علمي مطالب او لارښوونې وړاندې شوې.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۳م

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۴:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه د پوهنځیو د ځاني ارزونې په برخه کې د کلني راپور پېژندنې او ترتیب اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي پرمختیا آمریت له لوري د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د درېیمې مرحلې د ترلاسه کولو په موخه، د پوهنځیو رئیسانو او د څانګو آمرینو ته د ځان ارزونې د کلني. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۴۸
Background image

غزني پوهنتون کې د کتاب لوستلو روحیې د ودې او مطالعې د فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو یو ورځنی نندارتون ترسره شو.

د غزني پوهنتون او اطلاعات او کلتور ریاست په ګډه همکارۍ د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا، د علمي سرچینو د پېژندنې او د کتاب لوستلو د روحیې د ودې په موخه، د «پوهې څرک» تر عنوان لاندې د کتابونو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د پنځو فرامینو د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین یې وستایل شول.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت له لوري له محصلینو څخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د پنځو فرامینو په اړه د اخیستل شوې ازموینې پایلې اعلان او ممتاز محصلین د دوی د غوره علمي هڅو او. . .

BACK TO NEWS