غزني پوهنتون کې د اداري او خدماتي کارکونکو څخه د اصلاحي او عقیدوي درسونو د نصاب اړوند ازموینه واخیستل شوه.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۸ - ۱۳:۲۷
ui

۱۴۴۶هـ ق د رجب المرجب ۲۶مه

۱۴۰۳هـ ش د سلواغې ۸ مه

۲۰۲۵م د جنورۍ ۲۷مه

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د یاد آمریت د موخو او فعالیتونو د پرمختګ په لړ کې د اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د اصلاحي او عقیدوي درسونو د نصاب اړوند ازموینه واخیستل شوه. دغه ازموینه، چې د پوهنتون په تحصیلي چاپېریال کې د اداري او خدماتي کارکوونکو د علمي پوهې لوړولو او د نصاب اړوند د هغوی د پوهې کچې ارزولو لپاره جوړه شوې وه، د پوهنتون په مسجد کې ترسره شوه.

په ازموینه کې د پوهنتون ټولو اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و، چې د هغوی هڅې او تیاری د یاد آمریت د موخو د ترلاسه کولو لپاره یوه مهمه برخه وبلل شوه.

د آزموینې د پیل پرمهال د دعوت او ارشاد آمریت مسئولینو په خپلو څرګندونو کې وویل چې دا ډول ازموینې د پوهنتون په تحصیلي پرمختګ کې مهمه ونډه لري، ځکه چې د ادارې کارکوونکي د نصاب اړوند مسایلو سره ښه اشنا کېږي او د خپلو مسئولیتونو په عملي کولو کې لا اغېزمن تمامېږي.

او زیاته یې کړه چې د ازموینې پایلې به د دغه آمریت له لوري تر کتنې وروسته ترتیب او پر خپل وخت اعلان او پر بنسټ به یې د اړوندو برخو د ښه‌والي لپاره لازم ګامونه اوچت شي.

دا نوښت د غزني پوهنتون د تحصیلي چاپېریال د لا پرمختګ لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي، او د دعوت او ارشاد آمریت په راتلونکي کې د نورو ورته فعالیتونو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۶ - ۱۲:۵۵
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا ناسته ترسره؛ او د طب، عامه ادارې اوپاليسي پوهنځیو ته د محصلینو پر جذب او یولړ نورو مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د رهبري شورا فوق‌العاده ناسته د پوهنتون د عمومي رئیس، مرستیالانو، د پوهنځیو رئیسانو او د اړوندو برخو مسئولینو په ګډون ترسره شوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۵ - ۱۳:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې نوبتي ناسته ترسره او په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفیذ کمېټې ناسته د عمومي رئیس په مشرۍ او ټولو غړو په شتون کې ترسره شوه. 
ناسته د قرانکریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه.
وروسته د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۴ - ۱۴:۵۷
Background image

غزني پوهنتون کې د چاپیریال د ښکلا او سرسبزۍ په موخه د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې پروسه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د چاپېریال د ښکلا، سرسبزۍ او سالمې فضأ د رامنځته کولو په موخه، د نیالګیو د کېنولو لپاره د خط اچونې (لاین کولو) پروسه ترسره شوه. دا پروسه د پوهنتون د سرسبزۍ او چاپېریالي. . .

BACK TO NEWS