غزني پوهنتون د امتحاناتو مرکزي کمېټې ناسته تر سره کړه
د غزني پوهنتون د امتحاناتو مرکزي کمېټې ناسته تر سره کړه. ناسته د شرعیاتو پوهنځي د محترم استاد پوهنمل سیدصبغت الله هاشمي پواسطه د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د محصلانو چارو معاون او د ازموینو د مرکزي کمېټې مسئول پوهنمل عبدالمتین میاڼي د ناستې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، ورپسې له آجنډا سره سم په ځینو مهمو موضوعاتو باندې بحث وشو. په پای کې ناسته د مولوي عبدالخالق ثاقب له لوري د دعایې په ویلو سره پای ته ورسېده.
غزنی پوهنتون د نشراتو عمومی مدیریت
نیتی ۱-۶-۱۴۰۲