غزني پوهنتون ته د نویو بریالي شویو محصلینو د نوم لیکنې او خزاني سمستر درسونو د پیل خبرتیا!

د غزني پوهنتون ټولو محصلانو ته په خبر ورکول کېږي، چې د روان ۱۴۰۴ هـ.ش کال خزاني سمستر درسونه د زمري میاشتې ۱۱مه نیټه، چې د شنبې ورځې سره برابره ده، رسماً پیل شول.
له ټولو درنو محصلانو څخه هیله کېږي، چې په ټاکلي نیټه پوهنتون ته د درسونو لپاره حاضر شي.