د غزني پوهنتون مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته د دغه پوهنتون ستراتیژیک پلان د تشریح اړوند یو ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

قمري نېټه: شوال ١٦، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢٥، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١۴، ۲۰۲۵م
د غزني پوهنتون مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو ته د دغه پوهنتون ستراتیژیک پلان د تشریح اړوند یو ورځنی معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
د ناستې پیل د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره و شو، ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي د ستراتیژیک پلان ارزښت ته په اشارې وویل، چې د ژوند هر اړخ باید هدفمند وي او د دوامداره پرمختګ لپاره د ستراتیژي ټاکل یوه بنسټیزه اړتیا ده.
ورپسې، د اقتصاد پوهنځي استاد پوهنمل احسان الله سعید د ستراتیژیک پلان اړوند ترتیب شوی تفصیلي پریزنټېشن کې ګډونوالو ته د پوهنتون رسالت/مأموریت، لرلید د پوهنتون بنسټیز ارزښتونه، ځواکمننیاوي او فرصتونه، ستراتیژیک موقیعت او د غزني پوهنتون په موخو یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
ښاغلي سعید زیاته کړه، چې ستراتیژیک پلان د پوهنتون د راتلونکي پرمختیايي مسیر لپاره یو واضحه نقشه ده، چې د ټولو علمي، اداري او خدماتي برخو د همغږۍ او ښه تطبیق لپاره لارښونه کوي.
د ناستې په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې او نظریات له وړاندې کوونکي سره شریک کړل، چې علمي بحث ته یې لا وده ورکړه.
ناسته د دعا په ویلو سره پاي ته ورسېدله.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت