د غزني پوهنتون رهبرۍ د پوهنتون په کچه دنبوي سیرت اخیستل شوي سیالۍ ممتاز محصلین، د پسرلني سمیستر ممتاز محصلین، او د سپورت د برخي ممتاز محصلین د یو لړ جوړ شوو شانداره مراسمو په ترڅ کې په معنوي ډالیو او د تقدیر نامو په ورکړه وستایل.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۵:۱۲
as

چهارشنبه : ۲۷/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۹/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۳۰/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون رهبرۍ د پوهنتون په کچه دنبوي سیرت اخیستل شوي سیالۍ ۲۰ تنه ممتاز محصلین، د پسرلني سمیستر ۲۰ تنه ممتاز محصلین، او د سپورت د برخي ۱۰ تنه ممتاز محصلین د یو لړ جوړ شوو شانداره مراسمو په ترڅ کې په معنوي ډالیو او د تقدیر نامو په ورکړه وستایل په همدې پار جوړه شوي غونډه کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور، د علمي چارو مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه، د محصلانو چارو مرستیال انجنیر محمد عثمان منیب، استادانو د غزني ولایت د امربالمعروف رئيس مولوي محمد عالم ناصح او ورسره مل پلاوي د اطلاعات او کلتور ریاست د ځوانانو چارو آمر سید جلال زاهد او ورسره مل پلاوي شتون درلود. د غونډه د قرانکریم په مبارکو آیتونو پیل، ورپسې د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي منیب د نبوي سیرت اخیستل شوي سیالۍ د پایلو په شفافیت د سیالۍ ګډونوالو ته ډاډ ورکړ او وروسته یې په اسلامي ټولنه کې د پوهنتون ماموریت او د عصري علومو په ارزښت خبري وکړې او زیاته یې کړه چې په اسلامي ټولنه کې د پوهنتون ماموریت په لوړ او اسلامي فکر او قوي استعداد د ځوان قدر روزل دي او له محصلینو څخه یې غوښتنه وکړه چې له بې ځایه وخت تېرولو څخه ډډه وکړي او د دین او خپل مسلک اړوند پراخې مطالعې او د مهارتونو زده کړي ته وخت ورکړي.

وروسته د پوهنتون رئیس ښاغلي منصور غونډي ته په وینا کې ممتازو محصلینو ته مبارکې وویله او د دوی ستاینه یې وکړه او زیاته یې کړه چې د اسلام دین او راغلی اسلامي نظام همدغو ځوانانو ته ورپاتي ده دوي یې باید په کلکه دفاع وکړي او په هر وخت کې د نظام تر شا ودریږي او همدارنګه د تیرو نظامونو له لوري راغلیو دربدریو او کړو ظلمونو په اړه یې خبري وکړې او غوښتنه یې وکړه چې موږ تاسي باید خپل نیتونه اصلاح کړو او تر څنګ يې په دیني او عصري برخه کې پراخه مطالعه او تخصص ترلاسه کړو او خپل اصلي دښمن وپيژنو او خپل منځ کې د الفت، همغږي او هماهنګي ولرو او د یو بل دفاع وکړو.

وروسته د علمي چارو مرستیال ښاغلي حمزه هم غونډي ته وینا وکړه ده وویل چې زموږ هڅه به دا وي چې هر محصل باید داسي وروزو چې په اسلامی روحیه سمبال او خپلي ټولني ته پوره خدمت وکړي او په خپل مسؤلیت کې پوره اخلاص وکړي او زیاته یې کړه چې کوشش به مو داوي چې ستونزي او مشکلات به له منځه وړو او په هره برخه کې به داسي محصلین روزو چې پوره ژمن او پوره استعداد ولري

او په استادانو او محصلینو یې غږ وکړ چې داسي معلومات حاصل کړي چې خپل دین او اسلامي فرهنګ تر نوري نړۍ ورسوي او باید داسي خلک هم په دیني عصري او نورو مهارتونو په برخه کې وروزي چې خپل دین مسلمه امت او خپلي جامعي ته خدمت وکړي او محصلین باید د خپلو استادانو ته د قدر او احترام ترڅنګ درسونو ته پوره متوجه سي او باید ډیر ځیرک او هوښیار واوسي.

په اخیر د امرباالمعروف او نهی عن المنکر رئیس ښاغلي ناصح د پوهنتون له رهبري مننه وکړه چې داسي برنامي په لاره اچوي او ممتازو محصلینو ته یې مبارکي وویله او ویې ویل چې ځوانان د یوې ټولنې د ملا دتیر حیثیت لري نو دوي باید لومړی خپل ځان او بیا ټولنه جوړه کړي.

د غونډي په پای کې ممتازو محصلینو ته د ډالیو تر څنګ تقدیر نامې ورکړل شوي او غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۵:۲۰
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او مسلکي فعالیتونو د پیاوړتیا او تحصیلي نصاب د معیاري تطبیق او دوامداره پرمختګ په موخه، د تحصیلي نصاب تطبیق، تدوین، بیاکتنې او پراختیا په موخه دوه مهم علمي کنفرانسونه وړاندې شول.

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو رئیسانو، د څانګو آمرینو، د تحصیلي نصاب د عمومي فني هیئت او فرعي فني هیئتونو غړو ته 
 د علمي او مسلکي فعالیتونو د پیاوړتیا او تحصیلي نصاب د معیاري تطبیق او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د ټولو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو محصلینو ته د ژوند له ستونزو او فشارونو سره د مبارزې تر سرلیک لاندې معلوماتي وړاندې شو.

د غزني پوهنتون د ټولو پوهنځیو د لومړیو ټولګیو محصلینو ته د «ژوند له ستونزو او فشارونو سره د مبارزې» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو.
د سمینار د پیل پرمهال عمومي رئیس شیخ مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۷
Background image

د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو.

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.
د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده کې طرحه شوی. . .

BACK TO NEWS