د غزني پوهنتون رهبرۍ د خپلو څلور تشو اداري بستونو لپاره له شل تنه په شرایطو برابر پیژندل شوو نوماندانو څخه تقریري ازموینه واخیستله.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۴ - ۱۵:۲۱
ag

چهارشنبه: ۲۲/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۴/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۲۵/سیپټمبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون رهبرۍ د خپلو څلور تشو اداري بستونو لپاره له شل تنه په شرایطو برابر پیژندل شوو نوماندانو چې څو ورځي مخکي یې تحریري ازموینه ورکړي وه. تر بریالي کېدو وروسته ورڅخه تقریري ازموینه واخیستل شوه. په دغه ازموینه کې چې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور او د امتحاناتو کمېټې غړو شتون درلود واخیستل شوه چې په دې سره به له دغو شل تنو نوماندانو څخه څلور تنه د لوړو نمرو اخیستونکي به دغو بستونو ته بریالي او په دندو به وګمارل شي.

باید وویل شي چې د دغو بستونو لپاره څو ورځي وړاندي تحریري ازموینه واخیستل شوه چې پکې شاوخوا دوه سوه تنو ګډون کړی وو چې له جملې یې شلو تنو د کامیابي نمرې اخیستي او نن ورځ ورڅخه یادي کمېټې تقریري ازموینه واخیستله.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۶
Background image

د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د اجرائیه مدیریت لپاره ښاغلی محمد عادل منیب معرفي او په دنده یې پیل وکړ.

چهارشنبه: ۶/ربیع الثاني/۱۴۴۶ه.ق

۱۸/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۹/اکټوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د خپلو کارونو د چټکتیا او لا ښه والي او د یاد پوهنځي په کارونو کې د خنډ او ځنډ د مخنیوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته ترسره او په لړ مهمو موضوعاتو پکې بحث او خبري اتري وشوې.

چهارشنبه: ۶/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶هـ.ق

۱۸/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۹/اکتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون د مالي کمېټې ناسته د دغه پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال مولوي محمد جاوید خالد تر مشري. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۸
Background image

د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عقیدوي درسونو په دوام نن ورځ د لمانځه او د هغه اړوند احکامو په باره کې معلومات وړاندي شول.

دوشنبه: ۴/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶هـ.ق

۱۶/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۷/اکتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون په مسجد شریف کې د دعوت او ارشاد آمریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عقیدوي. . .

BACK TO NEWS