د غزني پوهنتون د چاپېریال پاکوالي په موخه عمومي اشر(حشر) ترسره شو.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۱ - ۱۲:۳۳
cv

قمري نېټه: شوال ١٢، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢١، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١٠، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري، د دغه ولایت د ښاروالي په ګډه همکارۍ، د پوهنتون د چاپېریال د پاکوالي په موخه عمومي حشر ترسره شو.

یاد حشر د مالي او اداري چارو معاونیت په مستقیمه لارښوونه او نظارت ترسره شو. د دې فعالیت په ترڅ کې د پوهنتون ټولو خدماتي کارکوونکو او د ښاروالي کارکوونکو ګډون کړی وو.

د پاکوالي په دغه پراخ حشر کې، د پوهنتون ټولې ساحې، سړکونه، شنه ساحې، انګړونه او نور عام ځایونه له کثافاتو، خځلو او نورو ناوړه موادو څخه پاک کړل شول. دغه راز د چاپېریال د سمون او ښې ښکلا لپاره د بوټو اصلاح،  او ځینو نورو تنظیفي اقداماتو ته هم پاملرنه وشوه.

د دې حشر اساسي موخه د پوهنتون د چاپېریال پاکوالی، د صحي فضا رامنځته کول، د عامه ذهنیت بیدارول، او د ټولنیز مسؤلیت احساس لوړول و.
د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال دا ډول کړني د چاپېریال د سمون، ښکلا او د زده‌ کړې لپاره د سالمي فضأ د برابرولو په برخه کې مهم او ارزښتناک بولي.

ښاغلي معاون د ښاروالي محترمو مسؤلینو، خدماتي کارکوونکو، او ټولو ګډونوالو له نه ستړې کېدونکو هڅو څخه مننه کوي، او زیاته یې کړه  چې دا ډول ګټور ټولنیز فعالیتونه دوام ومومي.

 د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۳ - ۱۴:۲
Background image

غزني پوهنتون د محصلینو د عملي زده کړو، فکري ودې او علمي تجربو د پراختیا په موخه د تیر سمستر پر مهال ۱۶۴ تنه محصلین د هیواد مختلفو پوهنتونونو او تاریخي سیمو ته په علمي سفرونو لیږلي دي.

غزني پوهنتون کې د محصلانو معاونیت د منظم پلان پر اساس د محصلینو د عملي زده‌کړو، فکري ودې، علمي تجربو د پراختیا او له ټولنې، تاریخي میراثونو او علمي چاپېریال سره د هغوی د لا زیاتې بلدتیا. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۲ - ۱۴:۱۷
Background image

غزني پوهنتون کې له استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون او د لمانځه د اقامې فرمان ازموینه ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اسلامي او اداري ارزښتونو د لا پیاوړتیا او د نافذه قوانینو د ښه تطبیق په موخه، له علمي کادر، اداري او خدماتي کارکوونکو څخه د امربالمعروف. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د نبوي سیرت، سنتو د پیروۍ او د وظیفوي غفلت د زیانونو په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني، اخلاقي او مسلکي پوهاوي د لوړولو په موخه د «د رسول الله ﷺ د مبارک ژوند، طریقې او سنتو د پیروۍ ارزښت او له شریعي اړخه د وظیفوي غفلت. . .

BACK TO NEWS