د غزني پوهنتون د چاپېریال د ښکلا او زرغونتیا په موخه د یو محصل له لوري د ۵۰۰ مېوه لرونکو نیالګیو مرسته ترسره شوه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۱:۳۳
dr

د غزني پوهنتون یو نوښتګر او مسؤل محصل له لوري د پوهنتون د چاپېریال ساتنې، ښکلا او زرغونتیا په موخه د ۵۰۰ مېوه لرونکو نیالګیو مرسته ترسره شوه.
دغه نیالګي چې ټول يې مثمیر او مېوه لرونکي دي د پوهنتون په ټاکل شویو ځایونو کې کېنول شول، څو د چاپېریال په ښکلا او سرسبزي کې مرسته وکړي.
په ورته مهال د یاد پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال الحاج شیخ عبدالهادي ذوالهادي د دغه محصل دا نوښت وستایه او ویې ویل چې دا ډول اقدامات نه یوازې د چاپېریال ساتنې فرهنګ پیاوړی کوي، بلکې نور محصلین هم هڅوي چې د ټولنې او چاپېریال په ښه والي کې فعاله ونډه واخلي. او زیاته یې کړه چې پوهنتون د دغو نیالګیو د ساتنې او پالنې لپاره لازم تدابیر نیولې؛ او همداراز یې یاد محصل د ښه تشویق او قدرداني په موخه په ښه ډول تقدیر او وستایل.

د یادونې وړ ده چې د نیالګیو کېنول د اقلیم بدلون پر وړاندې یو اغېزناک اقدام بلل کېږي، او دا ډول هڅې کولی شي د سالم چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
نېټه: يکشنبه 
۱۴۴۷هـ.ق، شوال المکرم ٢٥ مه
۱۴۰۵هـ.ش، حمل ٢٣ مه
۲۰۲۶م، اپریل١٢مه

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۱۰:۲۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه.

د لوړو زده کړو وزارت د نظارت او ارزونې هیئت د غزني پوهنتون د علمي او اداري چارو هر اړخیزه ارزونه ترسره کړه. دغه ارزونه د تدریسي بهیر، اداري فعالیتونو، محصلانو ته د خدماتو وړاندې کولو، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۵۱
Background image

غزني پوهنتون کې اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري اداري او خدماتي کارکوونکو ته د «قربانۍ احکام او مسائل» نصاب تدریس ترسره شو.
د یاد نصاب تدریس د دعوت ارشاد آمريت مبلغ مولوي محترم نظر محمد. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۹ - ۱۵:۴۱
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره؛ او د محصلینو د حقوقو، استازیتوب او تګلارو تائیدي ترڅنګ په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او لازمې پریکړې ترسره شوې.

غزني پوهنتون کې دعلمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د یادې شورا ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت. . .

BACK TO NEWS