د غزني پوهنتون د علمي څېړنو معاونیت له لوري د استادانو لپاره پیل شوی دوه ورځنی سمینار نن پای ته ورسېد.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۷/۲۴ - ۱۵:۱۸
az

سه شنبه: ۱۲/ربیع الثانی/۱۴۴۶ هـ.ق

۲۴/میزان/۱۴۰۳ هـ.ش

د غزني پوهنتون د څېړنو معاونیت، د استادانو د مسلکي ظرفیت لوړونی آمریت په همکارۍ، د استادانو د مسلکي او څېړنیز ظرفیت لوړولو په موخه دوه ورځنی سمینار ترسره کړ. د سمینار پیل د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره وشو. ورپسې د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د دې ډول سمینارونو ګټورتیا وستایله او ویې ویل چې علمي سمینارونه د پوهې د کچې لوړوالي، د پوهنتون د استادانو ترمنځ همغږي او یووالي او علمي معلوماتو د شریکولو سبب ګرځي. هغه زیاته کړه چې استادان باید د علمي څېړنو ترڅنګ د محصلینو درسونو او د هغوی د بې ځایه وخت تېرولو مخنیوي ته هم جدي پام وکړي او خپل مسؤلیت په خپل وخت ادا کړي.

په لومړۍ ورځ د کرنې پوهنځي استاد پوهنمل روح الله کمال او د ښوونې او روزنې پوهنځي استاد پوهنمل سید رحمت الله موسوي د تحقیق په اخلاقو، د علمي تحقیقاتو په ادبي سرقت او د څېړنو په اخلاقي کودونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل. همدارنګه، په نړیوالو ژورنالونو کې د مقالو په عادلانه کره کتنه، د کره کتونکو دندو، قوانینو او د څېړنو په مالي موضوعاتو هم خبرې وشوې.

په دویمه ورځ، د څېړنو آمر پوهنیار فواد ناصري د نمونې اخیستنې میتودونه، څېړنیزو معلوماتو د راټولولو وسایل او لارې چارې، او په ګوګل فورم کې د آنلاین پوښتنپاڼو جوړولو اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل.

په پای کې، د پوهنتون د علمي څېړنو معاون ښاغلي میاڼي له ټولو استادانو او د سمینار له ګډونوالو مننه وکړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۲۹
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني پوهنتون ته د رسمي سفر پرمهال په دغه پوهنتون کې د (۳۰) میلیونه افغانیو په ارزښت څلور لویې زیربنایې پروژې منظوري کړې.

سه شنبه : ۱۷/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۹/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۹/نوامبر/۲۰۲۴م

تېره ورځ د لوړو زده کړو محترم وزیر شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم او ورسره مل پلاوي غزني پوهنتون ته د خپل رسمي سفر په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۹ - ۱۰:۲۳
Background image

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر غزني پوهنتون کې ستري غونډي ته د وینا تر څنګ د دغه پوهنتون له مسؤلینو، استادانو او د محصلینو له نمائنده ګانو سره جلا جلا ناستي وکړې او د هغوی غوښتني او ستونزي یې له نیژدې واوریدې او د حل ډاډ یې ورکړ.

دوشنبه : ۱۶/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۸/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۸/نوامبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي ندامحمد ندیم غزني ولایت ته د رسمي سفر پرمهال په غزني پوهنتون. . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۳ - ۱۲:۱۱
Background image

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا او تصمیم نیونې تر سرلیک لاندې جوړ شوی ۱۰ ورځنی علمي او معلوماتي سیمینار په بریالیتوب سره پای ته ورسول.

سه شنبه : ۱۰/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۲۲/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۱۲/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د چارو ادارې اړوند د ملکي خدمتونو انستیتیوت کې د رهبري، پراختیا. . .

BACK TO NEWS