د غزني پوهنتون د رهبري شورا غونډه ترسره او په یولړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۲ - ۱۲:۱۰
sd

پنج شنبه: ۳۰/ ربیع الاول/ ۱۴۴۶ه.ق

۱۲/ میزان/ ۱۴۰۳ه.ش

۳/اكتوبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د رهبري شورا غونډه د یاد پوهنتون د رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور په مشرۍ ترسره او په یولړ مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې، په غونډه کې د رهبري شورا ټولو غړو شتون درلود چې پیل یې د قرآن عظیم الشان په مبارکو ایاتونو سره وشو وروسته له اجنډا سره سم له پوهنتون څخه د استادانو د تبدیلي په صورت کې د رهبري شورا د پریکړي په اساس د پوهنتون اړوند کارونو او ضرورتونو ته په کتو او په درسي بهیر کې د خنډ او ځنډ د رامنځته کیدو په صورت کې دي یاده موضوع جدي ونیول شي، د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو کارکوونکو او محصلینو د صورت او سیرت په شریعي طریقې برابرول او پریکړه وشوه چې دغه پروسه دي له استادانو، آمرینو سره د مشورې او حکمت له مخي ترسره شي. او د حاضري اړوند د استادانو او کارکوونکو د حاضریو د امضأ په موخه دي حاضري په خپل وخت خلاصي او د رسمي وخت له پیل سره سم دي حاضري امضأ شي. او همدارنګه د خالي بستونو اعلان دي د پوهنتون ضرورتونو ته په کتو سره اعلان ته وسپارل شي. د محصلینو د علمي سیر په اړه چې باید هره پوهنځي د محصلینو ضرورتونو ته په کتو د علمي سیر ساحې معلومي او وروسته علمي سیر ترسره کړي. او په پوهنتون کې د محصلینو د څښاک اوبو د برابرولو لپاره دي اړین وسایل وپیرل شي او په دې برخه کې دي ورته اسانتیاوي رامنځته شي او د مالي پلان د چمتو کولو او د وسایلو د خریداري لپاره د خریداري کمېټې په فعالیت د بحث ترڅنګ په یو شمېر متفرقه مسایلو بحث او خبري اتري وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۴
Background image

غزني پوهنتون په یوه اونۍ کې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۱ - ۱۰:۴۲
Background image

غزني پوهنتون کې د دیني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالميې او عالیې دورو شپږ ورځنۍ ازموینه په پوره شفافیت او منظمه توګه پای ته ورسېده.

غزني پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت اړوند تخصصاتو او دیني جامعاتو ریاست له لوري د یاد پوهنتون په کوربتوب؛ د ديني او جهادي مدارسو د علماء کرامو او فاضلانو څخه د عالمیه او عالیه دورو شپږ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۵:۲۷
Background image

غزني پوهنتون کې د رهبري غړو د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو او طب پوهنځي تدریسي بلاک د ترمیم په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.

غزني پوهنتون کې د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ، د معاون صاحبانو او د پوهنځيو له رئیس صاحبانو سره؛ د طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځیو د فعالولو د او د طب پوهنځي د تدریسي. . .

BACK TO NEWS