د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته ترسره او په یو شمېر مهمو موضوعاتو بحث او په اړوند یې لازمي پریکړي وشوې.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۶
mk

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد کمېټې نوبتي ناسته د دغي کمېټې د ټولو غړو په شتون کې د دیني، اخلاقي او فرهنګي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه. 
ناسته د قران کریم په مبارکو آیتونو سره پیل شوه، چې وروسته د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر د ناستې اجنډا وړاندې کړه. نوموړي د تیرې اجنډا د پریکړو او ترسره شویو فعالیتونو لنډ راپور وړاندې کړ او د دعوتي چارو د لا اغېزمنتیا لپاره یې ارزښتناک نظریات شریک کړل.

دارنګه د نوي اجنډا مطابق د محصلینو تر منځ د دیني شعور لوړولو موضوعاتو سربیره په ځینو متفرقه مسائلو هر اړخیز بحث وشو. ګډونوالو وړاندیزونه وکړل چې د دعوتي درسونو دوامداره لړۍ، علمي حلقې او د دیني پوهاوي خپرونې باید لا پراخې شي.

د غونډې په پای کې د راتلونکو دیني فعالیتونو لپاره تفصیلي پلان ترتیب شو، او پرېکړه وشوه چې د پوهنتون په دننه کې به د معنوي ارزښتونو د پیاوړتیا لپاره لا زیات اقدامات ترسره کېږي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۴:۲۳
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اهمیت، اسرار او د نبوي سنتو د پیروۍ او اتباع په اړه دیني سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د استادانو او اداري کارکوونکو د دیني پوهاوي د لوړولو په موخه د «لمانځه اهمیت، اسرار او د رسول الله ﷺ د سنتو د اتباع او پیروۍ» تر سرلیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۲ - ۱۳:۵۰
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د لوړو زده کړو وزارت، دعوت او ارشاد رياست لارښوونې، هدايات او د محصلينو د ژمن ليک ټولي مادې د اغېزمن تطبيق په موخه په منظمه توګه تشريح شوې.

غزني پوهنتون کې د یو دری کسیز هیئت چې پکي عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن، د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري او د دعوت او ارشاد آمر مولوي رحمت الله خلیل له لوري ګڼ شمېر. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۴:۵۰
Background image

د اداري چارو د لا پیاوړتیا، ظرفیت لوړونې او اداري تجربو د تبادلې په موخه د غزني پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو پنځه ورځنی علمي سیر پیل کړ.

د غزني پوهنتون د اداري چارو د لا پیاوړتیا، د کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې او د بریالیو اداري تجربو د تبادلې په موخه، د یاد پوهنتون ۳۰ تنه اداري کارکوونکو بېلابېلو امارتي پوهنتونونو ته. . .

BACK TO NEWS