د غزني پوهنتون دعوت ارشاد آمریت لوري استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د تشریح اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۱/۲۵ - ۱۴:۴۷
bn

قمري نېټه: شوال ۱۵، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: وري ٢٥، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: اپرېل ١۴، ۲۰۲۵م

نن ورځ په غزني پوهنتون کې د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د ښه تطبیق په موخه د جوړي شوي کمېټې د پریکړو سره سم استادانو، اداري کارکوونکو او محصلینو ته د یاد قانون د تشریح اړوند معلوماتي سیمینار وړاندې شو.
یاده ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په خوږ تلاوت سره پرانیستل شوه، چې له روحانیت او برکت څخه ډکه فضا یې رامنځته کړه. ورپسې د غزني پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر، مولوي نقیب احمد منذر، پرانیستونکې وینا وکړه. نوموړي په خپله وینا کې د غونډې د هدف او اهمیت په اړه خبرې وکړې او د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون د ښه تطبیق اړوند یې پراخ وضاحت وړاندې کړ. هغه ټینګار وکړ، چې یاد قانون باید په پوهنتون کې د اسلامي اصولو او ټولنیز نظم د پیاوړتیا لپاره په مؤثر ډول عملي شي، تر څو یو سالم او دیني چاپېریال تضمین شي.
ورپسې د غزني پوهنتون د علمي چارو مرستیال، مولوي محمد حیدر حمزه، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د قانون مادې تشریح او په اړوند یې هر اړخیز معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل. نوموړي د یاد قانون د شرعي بنسټونو، حقوقي اصولو، تطبیقي لارو چارو، او د عملي کولو مهمو اړخونو ته اشاره وکړه. هغه روښانه کړه، چې دغه قانون نه یوازې د فردي اصلاح لپاره مهم دی، بلکې د ټولنیز نظم، اخلاقي ارزښتونو، او اسلامي چاپېریال د رامنځته کېدو لپاره هم حیاتي رول لري. نوموړي د پوهنتوني چاپېریال لپاره د دغه قانون د تطبیق مشخصې طریقې هم بیان کړې او له استادانو، محصلینو، او کارکوونکو یې وغوښتل چې د دې قانون ملاتړ وکړي او په عملي کولو کې خپله ونډه واخلي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت.

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د خپلو کړنو او لاسته راوړنو راپور د لوړو زده کړو وزارت له څېړنو، تالیف او ژباړې ریاست سره د انلاین کنفرانس له لارې شریک کړل.

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٤، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٥ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٧ ، ۲۰۲۵م 

د غزني پوهنتون د څېړنو او علمي مجلې معاونیت مرستیال پوهنمل عبدالمتین میاڼي د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۷/۵ - ۱۴:۵۴
Background image

غزني پوهنتون ته د سمنګان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو د یو رسمي علمي سفر په ترڅ کې د دغه پوهنتون له علمي او اداري چارو څخه لیدنه وکړه.

قمري نېټه: ربیع الثاني ،۴، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ۵ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ۲۷ ، ۲۰۲۵م 

نن ورځ غزني پوهنتون ته د سمنګان پوهنتون یو شمیر استادانو او اداري کارکوونکو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۱۲:۰
Background image

غزني پوهنتون کې له (٥٩٧) تنو علماوو څخه د ثانویه او مافوق ثانويه درجو علمي سویې تثبیت د ازموینې په موخه د بایومتریک بهیر په منظم ډول پیل شو.

قمري نېټه: ربیع الثاني ،٢، ۱۴۴۷ هـ.ق
لمريزه نېټه: مېزان، ٣ ، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: سپتامبر، ٢٥ ، ۲۰۲۵م 

 غزني پوهنتون کې د ازموینو ملي ادارې له لوري له (۵۹۷) تنو علماوو څخه د ثانويه. . .

BACK TO NEWS