د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د کور او ښار جوړولو وزارت د محترم وزیر لخوا لاسلیک شو.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۷
az

د کور او ښار جوړولو وزارت محترم وزیر الحاج مولوي نجیب‌الله حیات حقاني لخوا د غزني پوهنتون تفصیلي پلان لاسلیک شو.
د غزني پوهنتون تفصیلي پلان د شاوخوا ۵۰۰ جریبه ځمکې په محدوده کې طرحه شوی، چې د پوهنتون د علمي، اداري، استوګنیزو او خدماتي اړتیاوو د معیاري تنظیم لپاره بېلابېلې برخې په کې په پام کې نیول شوې دي.
په دې تفصیلي پلان کې د بېلابېلو پوهنځیو ترڅنګ د محصلینو د نارینه لیلیې، د استادانو لیلیې، د استادانو استوګنیزو بلاکونو، ورزشي میدانونو، جوماتونو، کادري روغتون، کتابتون، شنو ساحو، کرنیز فارم او عامه ساحو لپاره ځانګړي ځایونه په پام کې نیول شوي دي.
همدارنګه، د پوهنتون د بنسټیزو او خدماتي اړتیاوو د تأمین په موخه د اوبو رسولو، کانالیزاسیون، برېښنا رسولو او معیاري سړکونو شبکې، د نافذه نورمونو او معیارونو مطابق، په تفصیلي پلان کې تنظیم شوې دي.
یاد پلان د غزني پوهنتون د علمي او اداري پراختیا، د محصلینو او استادانو د اړتیاوو د منظم تأمین او د پوهنتون د فزیکي ودې لپاره د معیاري چاپېریال د رامنځته کېدو زمینه برابروي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
 چهارشنبه
۱۴۴۸/۰۴/۱۰ هـ.ق
۱۴۰۵/۰۷/۰۱ هـ.ش
۲۰۲۶/۰۹/۲۳م

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۰ - ۱۴:۱
Background image

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزې او په ازموینه کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې دوه معلوماتي سمینارونه وړاندې شول.

غزني پوهنتون کې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د اسلامي بانکوالۍ، رواني ستونزو او په ازموینو کې د اضطراب کنټرول تر سرلیکونو لاندې معلوماتي سمینارونه ترسره شول.

دغه سمینارونه چې د اقتصاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۱:۳۰
Background image

غزني پوهنتون کې د اداري مراسلاتو د معیاري کولو او مسلکي مکتوب لیکنې په موخه د اداري مراسلاتو او مکتوب لیکنې معلوماتي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د اداري کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې، اداري مراسلاتو د معیاري کولو او د رسمي مکتوبونو د لیکنې د کیفیت ښه‌والي په موخه یو ورځنی معلوماتي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۴:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو او اداري کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق او د لمانځه د غوره اداینې او فضیلت په اړه دیني او اصلاحي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د دعوت او ارشاد آمریت له لوري استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ته د لمانځه د اقامې فرمان د ښه تطبیق، د لمانځه د سمې اداینې، فضیلت او ارزښت په اړه دیني او اصلاحي. . .

BACK TO NEWS