د غزني پوهنتون او د غزني ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د دوه اړخیزو علمي همکاریو او پراختیایې چارو د ترسراوي په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۵۵
bn

سه شنبه
۲۱ ذالحجه ۱۴۴۶ هـ.ق
۲۷ جوزا ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۷ جون ۲۰۲۵ م

نن ورځ د غزني پوهنتون او د دغه ولایت د ښاروالي ریاست ترمنځ د پراختیایې او بنسټیزو چارو او ګډو دوه اړخیزو علمي همکاریو په موخه هوکړه لیک  لاسلیک شو.
په همدې پار جوړه شوي غونډه کې د غزني پوهنتون عمومي رئیس او مل پلاوي د ښاروالي ریاست رئیس او مسؤلینو شتون درلود. چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیاتونو سره وشو.
ورپسې د غزني ولایت ښاروال مولوي محمد نبي حمزه د غونډي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ له غزني پوهنتون سره د دوه اړخیزو همکاریو د تفاهمنامې لاسلیک یو افتخار او غټه لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې دوی له غزني پوهنتون سره هر ډول همکارۍ ته ژمن او اماده دي او په هره برخه کې که هغه د بنسټیزو پروژو ترسره کول، سرسبزي او د محصلینو لپاره په عملي برخه کې کارونه وي ترسره کوي یې.
وروسته د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور له ښاغلي حمزه څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې ټول ادارات یوتن او په خپلو منځونو کې سره تړلي او یو بل ته ضرورت لري ښاغلي منصور د ښاروالي ریاست مهمو کړنو ته په اشارې سره وویل چې علمي مراکز لا ډیر کارته ضرورت لري نو ستاسو په همکاري دغه علمي نهاد ته خدمت باید لا زیات شي تر د څو د هیواد بچیان خپلي زده کړي په منظمه توګه ترسره کړي او ډاډ یې ورکړ چې موږ هم له تاسو سره هر ډول همکاریو ته چمتو یو.
 په اخېر کې د ښاروالي ریاست د ټولنیزو او فرهنګي چارو د مدیر له لوري د تفاهمنامې د مادو له ویلو وروسته د غزني پوهنتون د رئیس صاحب او د ښاروال صاحب له لوري تفاهمنامه لاسلیک او غونډه په دعایې ویلو سره پایته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۹ - ۱۲:۲۴
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي شورا نوبتي ناسته د عمومي رئیس شیخ مولوي عبدالمالک محسن په مشرۍ او د یادې شورا د ټولو غړو په ګډون ترسره شوه. 
چې پیل یې د قرآن عظیم الشآن په مبارکو آیتونو سره وشو.. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۲
Background image

غزني پوهنتون کې د طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د تشکیل د طرحې او د یادو کادري بستونو د اعلان د څرنګوالي په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي چارو د مرستیال مولوي محمد حیدر حمزه له لوري د پوهنځیو له رئیسانو او استادانو سره د طب او عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځیو د تشکیل د طرحې او د یادو کادري بستونو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۰
Background image

غزني پوهنتون کې د کمپيوټر ساینس پوهنځي استادانو ته په څېړنو کې د مصنوعي ځيرکتیا کارونه او د ژورنالونو پېژندنې اړوند معلوماتي سمینار ترسره شو.

 غزني پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي استادانو ته په څېړنیزو چارو کې د مصنوعي ځيرکتیا (Artificial Intelligence) د اغېزمن استعمال او د معتبرو علمي ژورنالونو د پېژندنې په موخه هر اړخیز. . .

BACK TO NEWS