د غزني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عقیدوي درسونو په دوام نن ورځ د لمانځه او د هغه اړوند احکامو په باره کې معلومات وړاندي شول.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۶ - ۱۱:۸
as

دوشنبه: ۴/ ربیع الثاني/ ۱۴۴۶هـ.ق

۱۶/مېزان/۱۴۰۳ه.ش

۷/اکتوبر/۲۰۲۴م

نن ورځ د غزني پوهنتون په مسجد شریف کې د دعوت او ارشاد آمریت له خوا د دې پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د عقیدوي درسونو په دوام د لمانځه او د هغه اړوند احکامو په هکله معلومات وړاندي شول.

د دیني او عقیدوي درسونو دغه روانه لړۍ هره دوشنبه د یاد پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري پرمخ وړل کیږي چې پر مهال يې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وویل شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۴
Background image

غزني پوهنتون کې محصلینو ته د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د مونوګراف لیکنې اړوند یو ورځنی سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د علمي څېړنو او مجلې معاونیت او د محصلانو چارو معاونیت په ګډه همکارۍ د درېیم او څلورم ټولګي محصلینو ته د ظرفیت لوړاوي او څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او معیاري کولو په موخه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۳:۱۰
Background image

د غزني پوهنتون په لیلیه کې د مېشتو محصلینو غوښتنو او ستونزو د اورېدو او د معروفاتو د اقامې او منکراتو د مخنیوي په موخه له لیليې څخه لیدنه ترسره شوه.

تېره شپه د غزني پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مفتي عزت الله نوري د محصلینو د ستونزو د اورېدو، د هغوی د غوښتنو د ارزونې او همدارنګه د اسلامي او اخلاقي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه له. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۴:۱۶
Background image

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو اثارو د نړیوالو معیارونو سره سم ترتیبولو لپاره د هیئت تعین په موخه د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته ترسره شوه.

غزني پوهنتون کې د علمي او څېړنیزو فعالیتونو د لا پیاوړتیا، د علمي اثارو د معیاري کولو او د څېړنیزو خپرونو د کیفیت د لوړولو په موخه، د نشراتو مرکزي کمېټې ناسته د کمېټې د ټولو غړو په شتون. . .

BACK TO NEWS