د پوهنیار حمیدالله نوري لنډه پېژندنه

                                                                                              

ښاغلی پوهنیار حمیدالله نوري د ۱۳۶۷ه ش کال د اسد د میاشتې په ۱۳ نېټه د وردګو ولایت، جغتو ولسوالۍ د آدینې په کلي کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د جغتو ولسوالۍ د خدای نظر خان به لېسه کې بشپړې کړې دي او ثانوي زده کړې یې د غزني ولایت د سنائي رح په عالي لېسه کې پای ته رسولې او په ۱۳۸۶ه ش کال کې د نوموړې لېسې څخه په اعلی درجه فارغ شو. پوهنیار حمیدالله نوري د ۱۳۸۷ه ش کال د کانکور په آزموینه کې ګډون وکړ چې په پایله کې د خپلې خوښې سره سم د ننګرهار پوهنتون اقتصاد پوهنځۍ ته بریالی شو. او په ۱۳۹۲ه ش کال کې د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ څخه د لېسانس په کچه فارغ شو. پوهنیار نوري د ۱۳۹۳ ه ش کال د میزان د میاشتې په لسمه نېټه د سوداګرۍ وزارت د صنایعو په ریاست کې د قراردادي کارمند په توګه دنده پیل کړه، نوموړی د ۱۳۹۵ه ش کال د حمل د میاشې په ۲۱ نېټه د آزادې سیالۍ له لارې د کابل د سوداګرۍ مسلکي انیستیتوت د رسمي استاد په توګه وټاکل شو او په همدې کال کې یې د آزادې سیالۍ له لارې د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د مالي او بانکي چارو څانګې ماسترۍ پروګرام ته لاره پیدا کړه. پوهنیار نوري د خپلې مقدسې دندې د ترسره کولو تر څنګ په دې وتوانید تر څو د دوه کلونو په موده کې خپلې د ماسترۍ دورې زده کړې په برلیتوب سره بشپړې کړي او د ۱۳۹۶ه ش کال د قوس د میاشتې په څلورمه نېټه د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د مالي او بانکي چارو څانګې څخه د ماسترۍ په کچه فارغ شو. نوموړی په همدې کال کې د ادارې د لزوم دید په اساس د کابل د سوداګرۍ د مسلکي انیستیتوت د ادارې او تشبثاتو څانګې آمر په توګه دنده پیل کړه. پوهنیار نوري د خپلې خوښې سره سم د ۱۳۹۸ ه ش کال د حمل د میاشتې په ۱۷ نېټه د آزادې سیالۍ له لارې د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د مالي او بانکي چارو څانګې د استاد په توګه وټاکل شو. نوموړی د همدې کال د حوت د میاشتې په لسمه نېټه د څانګې د خپل منځي ټاکنو په پایله کې د څانګې د آمر په توګه وټاکل شو، چې اوسمهال د غزني پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د مالي او بانکي چارو څانګې د آمر او کادري غړي په توګه په دنده بوخت دی.