د غزني پوهنتون کرني پوهنځي د څلورم ټولګی محصلینو ته د ټیکنالوژۍ په وسیله د زده کړو پیاوړتیا او د بریښنایې زده کړو د پېژندني تر عنوان لاندي سمینار پیل چې دری ورځي به دوام وکړي.

gu_user1
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۶ - ۱۵:۲۹
AV

چهارشنبه : ۴/جمادی الاول/۱۴۴۶ه.ق

۱۶/عقرب/۱۴۰۳ه.ش

۶/نوامبر/۲۰۲۴م

د غزني پوهنتون د کرني پوهنځي د بریښنایې زده کړو کمېټې له لوري د یاد پوهنځي د څلورمو ټولګیو محصلینو ته د ټیکنالوژۍ په وسیله د زده کړو پیاوړتیا او د بریښنایې زده کړو د پېژندني تر عنوان لاندي سمینار پیل چې دری ورځي به دوام وکړي. په پیل شوي سمینار کې د کرني پوهنځي د هارټیکلچر څانګي استاد پوهنمل احسان الله کامران له لوري محصلینو ته د بریښنایې زده کړو اړوند د معلوماتو ترڅنګ د زده کړو په پیاوړتیا کې د ټیکنالوژۍ رول او په زده کړو یې اغیزې او په بریښنایې زده کړو کې له ټیکنالوژي څخه د ګټي اخیستني پر لارو چارو همدارنګه د کرني پوهنځي محصلین د علمي مقالو او آنلاین کتابخانو او کتابونو ته لاسرسی او له هغوی څخه استفاده او د علمي مقالو سایټېشن او نړیوالو علمي سایټونو ته د محصلینو په لاسرسي او الکترونيکي زده کړو ته اړتیا اړوند معلومات وړاندي شول.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS