کرنې پوهنځۍ ریس پوهنمل محمد عمر درویش ژوندلیک
پوهنمل استاد محمد عمر درویش د غزني ولایت قرباغ ولسوالي دارباب کلي په يوه متدینه او روښنفکره کورنۍ کښې په کال ۱۳۵۹ه.ل. چی د ۱۹۸۰.م. سره سمون لری دی نړئ ته سترګې رغړولي دي . خپلې لومړنۍ او ثانوی زده کړي یې دقره باغ ولسوالۍ د سلطان محمود عالي لیسه کښې په کال ۱۳۷۶ کښې بشپړه او په اعلی درجه د دولسم ټولګي فراغت ترلاسه کړ . د کورنۍ ستونزو او د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو ته د زمینی په نه مساعیدو سره د هیواد څخه بهر د حلالی روزی پیداکولو په موخه پاکستان ،ایران او متحده اماراتو ته سفرونه وکړل . په هیواد کښې د نوی نظام رامنځه ته کیدو سره سم هیواد ته راستون شو . د علم او زده کړې سره د بې کچې مینې او هیواد خدمت ته دلیوالتیا په موخه یې دسلطان محمود عالي لیسې کې دښوونکې دنده پیل کړه ، چې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۳ پوري دغه مقدسه دنده مخته بوتله، وروسته دفطري لیوالتیا او له وخت سره همغاړیتوب په تکل یې ۱۳۸۳ د کانکور ازموینې دګډون په پایله کې د ننګرهار پو هتنون کرنی پوهنځي ته بریالی او په کال ۱۳۸۷ کښې په کادرې درجه فارغ شو. د خپلو هلوځلو پوهی او په خپل مسلک کښی هیواد ته خدمت کولو په اساس د ازادې سیالۍ له لارې په ۱۳۸۸ /۱۱/۲۷ نیټه د غزنی پوهنتون کرنی پوهنځی ته د استاد په توګه بریالی شو . وروسته له شپږ کلن خدمت څخه په ۱۳۹۴ کال دیوې رقابتي پروسې ترشا کیدو وروسته د قزاقستان هیواد دماسترۍ بورسونو ته بریالی شو . هلته د یو کال د الفرابي نړیوال پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځی څخه روسي ژبې زده کړي سند ترلاسه کړ او وروسته د ماستري زده کړي، په روسي ژبه د یاد هیواد الماتا ښار قزاقستان اګرارنین ملی پوهنتون (КазНАУ) نباتي بایوتیکنالوژی څانګه کښې له ۲۰۱۵- څخه تر ۲۰۱۷ کال پوری په بریا پای ته ورسولی . هیواد ته له راستنیدو سره سم په خپله مقدسه دنده پیل او د یو کلني تدریس وروسته دکرنی پوهنځی سرپرست او ورپسې دپوهنتون په وړاندیز ، دلوړو زده کړو وزارت دتاید په بنسټ په ۱۳۹۹ کال دغزني پوهنتون دکرني پوهنځۍ ریس په توګه رسما وټاکل شو.
نوموړی 1399/03/24 نیټی څخه وروسته په رسمی توګه د حقوقو او کادری امتیازاتو په درلودلو سره دکرني پوهنځی دریاست چاری پرمخ وړی .
اثار :
- دسبو تولید درسی کتاب له انګلیسې څخه پښتو ته ژباړه .
- دانګورو د مایکرو تکثیر په برخه کی دری علمی څیړنیزې مقالې په نړیوالو ژورنالونو کې نشر شوي.
- دمیوو روزنې درسي کتاب له انګلسې پښتو ته ژباړه .
- په نړیوالو ژورنالونو کې دری نوری علمي او تحقیقاتي مقالي نشرول .
پوهنتوني فعالیتونه :
- دپوهنځۍ دټولو علمی او اداری چارو څارنه .
- دپوهنتون په سطحه دعلمي شورا ، رهبري شورا، ستراتیژیک پلان کمیټه ، کیفیت لوړونې او باور ورکونې کمیټه کې غړیتوب او فعال ګډون درلودل .
ژبې :
د ملی ژبو (پشتواو دري) سربیره په روسي ، اوردو او انګلیسي باندې بشپړ برلاسی لري.