دهارتیکلچر (بڼوالی)څانګه:

دهارتیکلچر (بڼوالی)څانګه:

د غزنی پوهنتون د کرنې پوهنځی د هارتيکلچر څانګه  له ۱۳۷۸ کال څخه په فعاليت شروع کړی ده. هارتیکلچردنباتي علومو یوه مهمه برخه ده،چې دسبو ،میوو ، زینتي نباتاتو اوګلانو روزني  څلور عمده برخي  په برکې نیسي. پردې سربېره هارټیکلچر په ټولنیزه عرصه کې دپام وړ رول لوبوي، له ډېر پخوا څخه یې دخلکو لپاره کار ایجاد کړی او همداراز دچاپیریال  دښکلاسبب کیږي.

 باید ووایو، چې هارټیکلچرهم علم دی هم هنر او هم تجارت، متخصصین یا دهارټیکلچرپوهان دعلمي معلوماتوڅخه په استفادې د وراثت، فزیالوژی، بوتانی، کیمیا او داسې نورو علوموپه ذريعه عالي ورایټیګانې تولیدوي او همدارنګه دهارټیکلچرپه برخه کې دزیات او باکیفیته حاصل دترلاسه کولو په موخه بهترین تخنیکونه په لاراچوي.

  • ماموریت (Mission):

د غرنې پوهنتون د کرنې پوهنځی د هارتيکلچر څانګه د هېواد په کچه يو علمی او د ارزښت وړ څانګه ده، چې له شته فرصتونو او شته امکاناتو څخه په ګټه اخیستنی سره د علمی کادرونو په تربیه کې فعاله  برخه اخلی.

  • لرليد(Vission):
  • هارتيکلچر څانګه په پام کې چې د تدریس، څيړنې او د وړ خدماتو د اسلامی قوانينو او افغانې ټولنی  دکلتور په نظر کې نیولو سره د وړاندي کړي.
  • د هیواد په کچه په علمي ډګر کې يوه غښتلې اکاډميکه اداره رامنځ ته کول دي.
  • ځانګړي مقاصد:
  • محصلينوته د کرنیزوحاصلاتو د توليد او د نباتاتو د نسلګيرۍ د اساساتو ښوونه او روزنه
  • د عملی کار په مقصد په فارم کې د مختلفو محصولاتود ازمايښت  تنظيم.
  • په عملی  توګه د فارم تنظيم چېرته چې محصلين  وکولای شی د خپل مسلک  له اړخه دخپلې خوښې سره سم د فارم  محصولات  تنظيم کړي.
  • په رښتني  او عملي بڼه د کروندې  ارزونه او تنظيمونه.
  • کروندګرو ته مسلکی مشورې ورکول.
  • دوامداره کرنه منځ ته راوړل.
  • د اوبو او خاورې ساتنه
  • دهیواد دطبعي شتمنیو دحفاظت او له هغې څخه دسالمې استفادې په موخه دمسلکي او تخصصي کادرونو روزنه ده.

د هارتيکلچر څانګی غړي:

حاضر غړی:

موقف

هيواد

درجه تحصيلی

علمی رتبه

نوم

ګڼه

استاد او امر ډيپارتمنت

هندوستان

ماستر

پوهنمل

حبيب الله همايون

۱

استاد

چاپآن

دوکتورا

پوهنمل

شفيق الله رحمانی

۲

 استاد

قزاکستان

ماستر

پوهنمل

محمد عمر درويش

۳

استاد

هندوستان

  ماستر

پوهنیار

احسان الله اکرمزوی

۴

استاد

افغانستان

ليسانس

پوهنیار

عبدلواسع تاجزاده

۵

په زده کړو بوخت استادان

استاد

 افغانسان

ليسانس

پوهنمل

غلام معروف فقيري

۶