د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت لپاره نوی معاون معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۵ - ۱۴:۵۰
GU

قمري نېټه: محرم الحرام  ۱۰، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه:  سرطان ۱۵، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جولای ۶، ۲۰۲۵م

د لوړو زده‌کړو محترم وزارت د حکم پر اساس، مفتي صاحب عزت‌الله نوري د غزني پوهنتون د محصلانو چارو د نوي معاون په توګه معرفي او رسماً یې خپله دنده پیل کړه.
د ښاغلي نوري د پېژندنې د مراسمو پرمهال د پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور مفتي صاحب عزت‌الله نوري ته د ښه راغلاست او مبارکي ترڅنګ د هغه د علمي، اداري او ټولنیزو تجربو یادونه وکړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو چارو په برخه کې د نوموړي معرفي به د پوهنتون د تحصیلي، انضباطي او خدماتي چارو د لا ښه تنظیم سبب شي. ښاغلي منصور زیاته کړه: "باور لرو چې محترم مفتي نوري به د محصلانو ستونزو ته مسؤلانه، پر وخت او اغېزمن ځواب ووایي."
ورپسې مفتي صاحب عزت‌الله نوري د وینا پر مهال د سپېڅلي مسؤلیت د ترسره کولو ژمنه تازه کړه او څرګنده یې کړه چې د محصلانو د علمي، اخلاقي او انضباطي ملاتړ تر څنګ به د هغوی ستونزو ته اساسي حل لارې ولټوي. او هڅه به کوي چې د پوهنتون او محصل ترمنځ همغږي لا زیاته شي او د خدمت یو نوې فضا رامنځته شي.

د یادونې وړ ده چې تېره ورځ د مالي او اداري چارو معاونیت لپاره ښاغلی پوهندوی مفتي صاحب عزت نور معرفي او خپله دنده یې په رسمي ډول پیل کړه.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS