غزني پوهنتون

غزني پوهنتون د یوه علمي بنسټ په توګه خپلو امکاناتو او فرصتونو ته په پام سره د هېواد په کچه د لیسانس تر درجې پورې د ځوانو علمي او مسلکي کادرونو روزلو ته چې یوه ملي او اسلامي اړتیا ده ژمن دی. یاد پوهنتون په دې لړ کې لاندې ټکو ته جدي پاملرنه کوی

دغزنی پوهنتون رییس پیغام

۱ میاشت 2 اونی ago

د غزني پوهنتون د رياست پیغام

زمونږ په هيواد کې د عصري لوړو او مسلکې زده کړو، د پیل څخه نهه لسیزې تيريږي، خو د غزني پوهنتون په اتمه لسیزه کې په دغه بهیر ورګډ شوی دی. په ۱۳۸۷ هجري شمسي کال کې يې د بنسټ ډبره ښودل شوي او  له هغه وخته څخه را په دي خوا د علومو په بیلابیلو برخو کې د هيوادوالو په چوپړ کې دی. ددغې لسیزې د پیل څخه را پدي خوا د علومو په بیلابیلو برخو کې  هر کال په پوهه ، فن او ملي روحیه  سمبال ځوانان د هيواد او خلکو  خدمت لپاره ټولنې ته وړاندي کوي.

په تاريخي لحاظ د غزنويانو ویاړلي تاريخ ته په کتو څه دپاسه زر کاله له مخه  د غزنوي امپراتوري په زړه کې په مدارسو کې د بیلابیلوعلومو او فنونو په برخه کې وياړلي متخصص کادرونه او څیړونکي  روزل کيدل، نه یوازي دا چې د غزنویانو  لويي امپراتورۍ لمنې به د هغوی د علم او فن په ډیوو روښانه کيدلي، بلکې د فارس، بخارا نامتو شخصیتونه ددغه دربار د ویاړلو پلوشو محصول دي.

پورته ټکيو او د علومو په برخه کې اوسني چټک پرمختګ ته په کتو سره مونږ د نړیوال او سیمه ايزې پوهې د کاروان څخه يو مزل شاته پاتي يو، چې دغه مزل یوازي په کلکو او چټکو ګامونو  او زیار ګاللو سره را لنډیدلی شي.  په دغه لاره کي مونږ او تاسو ټول مسئوليت لرو، خو د ځوانانو هلې ځلې د  ځوان پوهنتون په چوکاټ کې د هیواد دې هر وګړي د هیلو او امیدونو د پوره کيدوغوټۍ زرغونوي، دغه  نه ستړيدونکې هڅې به  نوی رنګ راوړي. ولس او ټولنې ته به دبسیا راتلونکې زیري له ځان سره زمزمه کوي.

زما لپاره دا ډیر د خوښۍ ځای دی، چې د غزني پوهنتون په انګړ کې مي ددغه ولايت دبيلابیلو  وروڼو قومونو د ځوانو خویندو وروڼو ترڅنګ د هيواد د هرې سیمې څخه د علم او پوهې وږي ځوانان تر سترګو کيږي او د یو واحد افغانستان تلپاتي مينه مې پري ماتیږي. ډیر به لري نه وي چې يوه ورځ به د هيواد د پولو ها خوا دسیمې او نړۍ څخه محصلین او علمي کادر غړي ولرو.

د غزني پوهنتون مشرتابه پلاوی، استادان او منسوبین ټولو هيوادوالو په ځانګړي توګه لوړو صالحه مقاماتو ته ډاډ ورکوي، چې دغه پوهنتون به داسلامی، ملي ارزښتونو،  ملي ستراتيژي او لوړو زده کړو وزارت پالیسۍ په رڼا کې د موجوده ناورینونو ( کرونا، جنګ او فقر... .) او نورو ستونزو سره سره هغو موخو ته رسوو، د کومو په موخه چې دغه پوهنتون جوړ شوي او ولسونه ترينه تمه لري.

په ملي او اسلامي مينه

د غزني پوهنتون رئیس

Latest announcementsAll announcements

سه‌شنبه ۱۳۹۹/۸/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

پيام رهبري پوهنتون غزني در باره حمله بر پوهنتون كابل

د کابل په پوهنتون باندي د نن ورځي ترخي ناځوانمردانه ترورستي  حملي  له امله د غزني پوهنتون د رهبري هیئت منسوبینو او محصلینو په استازیتوب خپل خپګان د لوړو زده کړو رهبري هیئت د کابل . . .

تازه خبرونهنور دلته

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

شنبه ۱۴۰۰/۴/۱۲ - ۱۱:۵۸
Background image

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ

غزني پوهنتون د استادانو، تدریسي مدیرانو او د څانګو د اجرایه مدیرانو لپاره د لوړو زده کړو د معلوماتو مدیریت سیستم څخه د ګټې اخیستنې لارښوونې پروګرام دایر کړ.

پدغه پروګرام کې چې د غزني. . .

چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۲ - ۱۰:۲۸
Background image

د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت دوهم پړاو ارزونه ترسره شوه

 

 

د غزني پوهنتون د تضمین کیفیت دوهم پړاو ارزونه ترسره شوه
د لوړو زده کړو وزارت اړوند د تضمین کیفیت ریاست لخوا د پوهنمل محمدامین احمدزي په مشرۍ، چې دکتور داود احمدزي او پوهنیار. . .