د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

gu_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
م

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون علمي چارو مرستيال عبدالبصير حنفي له خوا د قران کريم په څو مبارکو ايتونو په تلاوت پيل شوه، وروسته د پوهنتون رئيس محترم مولوي عبدالواسع منصور د علمي ناستې ګډونوالو ته په یو لړ مهمو مسائلو لنډه مقدماتي وينا وکړه، ورپسې د علمي شورا غړو د اجنډاء د موضوعاتو (د پوهنتون ستراتيژيک پلان، د پوهنتون په کچه د کمېټو د غړو تغير او تائيد، د اقتصاد پوهنځي په لرليد او ماموریت، د دې پوهنتون او پکتيکا لوړو زده کړو مؤسسې د استادانو د ترفیعاتو په تړوا) او نورو مهمو موضوعاتو په تړاو وړ پرېکړې وشوې علمي ناسته د دعايه کلام په لوستلو پای ته ورسېده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS