د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د نشر او پروسیس په موخه په فعالیت پیل وکړ.
د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په لړ کې د علمي او څېړنیزې مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د ثبت، ارزونې، پروسیس او نشر رسمي بهیر پیل کړ. دا نوښت د علمي څېړنو د معیاري کولو، د شفافیت د زیاتولو او د څېړونکو ترمنځ د علمي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
د دې آنلاین سیستم له لارې به څېړونکي، استادان او علمي لیکوالان وکولای شي چي خپلې علمي مقالې په اسانه توګه ثبت، د ارزونې بهیر تعقیب او د مجلې له خوا د نشر تر مرحلې پورې د خپلو مقالو وضعیت په منظم ډول وڅاري. دغه سیستم د نړیوالو علمي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی او د همزمانه ارزونې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.
د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال هڅه کوي چې د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي، د نوې څېړنې لپاره زمینه برابره کړي او د افغاني څېړونکو علمي لاسته راوړنې په ملي او علمي کچه خپرې کړي.
د یاد پوهنتون مسؤلین خوښي څرګنده وي او وایې چې د دې آنلاین بهیر پیل به د علمي مقالو د نشر سرعت لوړ کړي، د کاغذي چارو کچه به راکمه کړي او د څېړونکو لپاره به یو باوري، شفاف او معیاري علمي چاپېریال رامنځته کړي. تمه ده چې دا ګام به د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د ودې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.
باید وویل شي چې د یادي علمي او څېړنیزي مجلې لسمه ګڼه به د دغه ملي ژورنال لاري آنلاین پروسیس شي.
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۴ جدې۱۴۰۴هـ ش
