د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د نشر او پروسیس په موخه په فعالیت پیل وکړ.

gu_user1
Sun, Jan 04 2026 3:08 PM
bn

د غزني پوهنتون د علمي څېړنو او مجلې معاونیت د خپلو علمي او څېړنیزو فعالیتونو د پیاوړتیا په لړ کې د علمي او څېړنیزې مجلې ملي ژورنال د آنلاین مقالو د ثبت، ارزونې، پروسیس او نشر رسمي بهیر پیل کړ. دا نوښت د علمي څېړنو د معیاري کولو، د شفافیت د زیاتولو او د څېړونکو ترمنځ د علمي اړیکو د پراختیا په موخه ترسره شوی دی.
د دې آنلاین سیستم له لارې به څېړونکي، استادان او علمي لیکوالان وکولای شي چي خپلې علمي مقالې په اسانه توګه ثبت، د ارزونې بهیر تعقیب او د مجلې له خوا د نشر تر مرحلې پورې د خپلو مقالو وضعیت په منظم ډول وڅاري. دغه سیستم د نړیوالو علمي معیارونو پر بنسټ طرحه شوی او د همزمانه ارزونې اسانتیاوې پکې په پام کې نیول شوې دي.
د غزني پوهنتون علمي او څېړنیزي مجلې ملي ژورنال هڅه کوي چې د هېواد د علمي بنسټونو ترمنځ همغږي پیاوړې کړي، د نوې څېړنې لپاره زمینه برابره کړي او د افغاني څېړونکو علمي لاسته راوړنې په ملي او علمي کچه خپرې کړي.
د یاد پوهنتون مسؤلین خوښي څرګنده وي او وایې چې د دې آنلاین بهیر پیل به د علمي مقالو د نشر سرعت لوړ کړي، د کاغذي چارو کچه به راکمه کړي او د څېړونکو لپاره به یو باوري، شفاف او معیاري علمي چاپېریال رامنځته کړي. تمه ده چې دا ګام به د لوړو زده کړو او علمي څېړنو د ودې په برخه کې اغېزمن رول ولوبوي.

باید وویل شي چې د یادي علمي او څېړنیزي مجلې لسمه ګڼه به د دغه ملي ژورنال لاري آنلاین پروسیس شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
یکشنبه ، ۱۴ رجب المرجب ۱۴۴۷ هـ.ق— ۱۴ جدې۱۴۰۴هـ ش

Latest news

Sun, Apr 07 2024 11:07 AM
Background image

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Monitoring of the Installation of Electrical Pylons of Ghazni University

Mr. Mawlawi Mohammad Javed "Khaled" Deputy of Finance and Administration of Ghazni University who accompanied. . .

Sun, Apr 07 2024 11:04 AM
Background image

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

15 candidates for the vacancies of Ghazni University service staff were examined.

The University of Ghazni held a test for vacancies for the service staff of the university on Tuesday,. . .

BACK TO NEWS