غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو د ډولونو او لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.

gu_user1
شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۹ - ۱۵:۲۰
rt

غزني پوهنتون کې د ښوونې او روزنې پوهنځي یو شمېر استادانو ته د څېړنیزو ـ علمي مقالو د ډولونو او  لیکنې تر سرلیک لاندې یو ورځنی علمي سمینار ترسره شو.
د سمینار پیل د قرآن کریم په مبارکو آیتونو سره وشو.
ورپسې د یاد پوهنځۍ د تاریخ څانګې استاد دوکتور محمد شریف ادیب د څېړنیزو مقالو د لیکلو اړین اصول تشریح کړل. چې پکې د مقالاتو پېژندنه، د څېړنیزو-علمي مقالو ډولونو د مقالاتو لپاره د موضوع ټاکنه، د سرچینو کارونه، د لیکلو معیارونه، د مقالو علمي جوړښت او د نړیوالو سټنډرډونو مطابق د مقالو خپرولو طریقو اړوند مفصل معلومات یې وړاندې کړل.

استادانو د پوښتنو په برخه کې خپلې پوښتنې مطرح کړې او د ښاغلي ادیب له لوري ورته مسلکي ځوابونه ورکړل شول. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت
شنبه، ١٨، ربیع الثاني،۱۴۴۷هـ.ق — ١٩، مېزان، ۱۴۰۴ هـ.ش

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۶ - ۹:۱۹
Background image

دورۀ آموزش، ترجمه و تفسیر قرآن عظیم الشأن در پوهنتون غزنی آغاز شد.

این برنامۀ مبارک طی محفل با شکوه با حضور داشت استادان، کارمندان ومحصلین این پوهنتون امروز یک‌شنبه مورخ ۱۱ صفر سال ۱۴۴۵ هـ ق در مسجد پوهنتون عزنی برگزار گردید و هدف از تدویر این برنامۀ. . .

BACK TO NEWS