غزني پوهنتون کې د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د ناسمو رواجونو د مخنیوي په تړاو د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د ابلاغ او ښه پوهاوي اړوند ورځنی سیمینار ترسره شو.

gu_user1
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
if

قمري نېټه: ذالحجه ۲۱، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمريز نېټه: جوزا ۲۷، ۱۴۰۴ هـ.ش
مېلادي نېټه: جون ۱۷، ۲۰۲۵

تیره ورځ د غزني پوهنتون د بیلابیلو پوهنځیو محصلینو ته د خوښیو، ودونو، مصیبتونو، او د حج او عمرې څخه د راستنېدو پر مهال د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ۱۷ مه ګڼه فرمان د تشریح او عامه پوهاوي په موخه یو ورځنی سیمینار وړاندې شو .

دغه فرمان، چې د قرآني آیتونو او نبوي احادیثو په رڼا کې ترتیب شوی، په اسلامي ټولنه کې د ناسمو رواجونو بېلابېلې بېلګې او د هغوی د مخنیوي دلایل په کې په تفصیل سره بیان شوي دي.

یاد فرمان د دعوت او ارشاد آمریت آمر مولوي نقیب احمد منذر له لوري تشریح او په ټولنه کې د ناوړه رواجونو په اړه يې مفصل معلومات له محصلینو سره شریک کړل. 
  او هم مهاله یې له محصلینو څخه غوښتنه وکړه چې دغه فرمان ښه مطالعه، او د ټولنې نورو وګړو ته په ښه توګه ورسوي تر څو اسلامي ټولنه د ناسمو رواجونو څخه پاکه او ناوړه رواجونه ختم شي.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS