د غزني پوهنتون عمومي رئیس، په کندهار پوهنتون کې د دائر شوي اسلامي ثقافت ملي کنفرانس لاسته راوړنې د دغه پوهنتون له استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریکې کړې.

gu_user1
یکشنبه ۱۴۰۴/۲/۷ - ۱۵:۹
bp

قمري نېټه: شوال ٢٩، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی٧، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢٧، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون عمومي رئیس، الحاج مولوي عبدالواسع منصور په کندهار پوهنتون کې د دائر شوي اسلامي ثقافت ملي کنفرانس لاسته راوړنې او په دغه کنفرانس کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی کړي ویناوي او لازمي توصیې د دغه پوهنتون له استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریکې کړې.
دغه ملي کنفرانس چې د ننګرهار پوهنتون په نوښت د کندهار پوهنتون په کوربتوب ترسره شوی و، پکي د هېواد د ټولو پوهنتونونو رئیس صاحبانو او د اسلامي ثقافت استادانو ګډون درلود.
په دې کنفرانس کې د اسلامي ثقافت د تدریس د معیارونو لوړولو، د درسي موادو د همغږۍ، او د ګډو علمي فعالیتونو پر لارو چارو بحثونه وشول.

د کنفرانس تر پای ته رسېدو او د غزني پوهنتون د رئیس صاحب تر راستنېدو وروسته، نن د غزني پوهنتون په مسجد کې غونډه جوړه شوه.
په دې غونډه کې رئیس صاحب د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ویناوو لنډیز او د هغه د فرمانونو او توصیو اړوند معلومات وړاندې کړل او ترڅنګ یې د یاد کنفرانس اصلي محورونه، مهم بحثونه، او د لاسته راوړنو جزئیات یې د پوهنتون له مسؤلینو، استادانو، کارکوونکو او محصلینو سره شریک کړل.
هغه د اسلامي ثقافت د مضامینو د لا معياري کولو لپاره د دغه کنفرانس سپارښتنې مهمې وبللې او پر عملي کولو یې ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې ښاغلي رئیس صاحب د ټولو استادانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې د اسلامي ارزښتونو په پیاوړتیا کې خپلې علمي او مسلکي هڅې لا زیاتې کړي. 

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS