د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره شوه؛ او د پوهنتون لپاره په ځینو جوړو شوو میکانیزمونو د تائيدي اړوند بحث او پریکړې ترسره شوې.

gu_user1
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱ - ۱۴:۱۲
ar

قمري نېټه: شوال ٢٣، ۱۴۴۶ هـ.ق
لمریزه نېټه: غویی ١، ۱۴۰۴ هـ.ش
میلادي نېټه: اپرېل ٢١، ۲۰۲۵م

د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د علمي چارو د مرستیال محترم مولوي محمد حیدر حمزه په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د شورا ټولو غړو ګډون درلود.
ناسته د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه. له هغې وروسته، د علمي چارو مرستیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د هغوی د صحت او روغتیا پوښتنه وکړه او د ننۍ ناستې اجنډا یې له حاضرینو سره شریکه کړه.
په ناسته کې د علمي چارو معاونیت د ۱۴۰۴ کال کاري پلان، د شپږګونو پوهنځيو، کاري او تطبیقي پلانونو تائیدي او د پوهنتون لپاره په ځینو جوړو شوو میکانیزمونو د بیلابیلو پوهنځیو د استادانو علمي رتبو د ترفیع دوسیو او د نشراتو او عامه اړیکو مدیریت  نشراتي پالیسۍ اړوند د کتنې او بحث ترڅنګ لازمي پریکړي ترسره شوې.
همدارنګه، په غونډه کې په یو شمېر نورو مهمو او متفرقه موضوعاتو هم هر اړخیز بحث وشو او په اړه یې پرېکړې وشوې.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS