د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته ترسره او د علمي معاونیت د کاري پلان د تائیدي ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبرې اترې وشوې.

gu_user1
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۳ - ۱۰:۸
cv

نېټې او ورځ: چهارشنبه

هجري قمري: ۳۰ جمادی‌الثاني ۱۴۴۶

هجري شمسي: ۱۲ جدی ۱۴۰۳

میلادي: ۱ جنوري ۲۰۲۵

د غزني پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته د ټولو غړو په شتون کې ترسره او د علمي معاونیت د کاري پلان د تائیدي ترڅنګ په یولړ نورو مهمو موضوعاتو پکي بحث او خبري اتري وشوې.

غونډه د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه.

ورپسې د غزني پوهنتون عمومي رئیس الحاج مولوي عبدالواسع منصور د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست او هرکلي ترڅنګ یې د دوی د صحت او عافیت پوښتنه وکړه؛ وروسته یې د علمي چارو د لا ښه والي او د ځینو ستونزو د ژر حل غوښتنه یې وکړه.

همدارنګه د شورا غړو د تیري علمي شورا پریکړو ته لنډه کتنه وکړه.

ورپسې یې د اجنډا مطابق په یو لړ مهمو موضوعاتو بحث او خبري اتري وکړي چې پکې د علمي معاونیت د کاري پلان تائیدي، د اقتصاد پوهنځي د تحصلي نصاب موضوع یاداوري او د هغو تائيدي، د عامه ادارې او پالیسي پوهنځي لپاره د راتلونکي کال لپاره د محصلینو د جذب، د شرعیاتو، کرني او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو د ستراتیژیکو پلانونو تائیدي، د څېړنو او علمي مجلې معاونیت د کاري پلان او نورو کړنلارو تائیدي، او د څانګو د آمرینو له لوري د شریک شویو ستونزو د حل لپاره د تصمیم نیول، او د ازموینو د عمومي کمېټې له لوري د ازموینو د فرعي کمېټې پایلي شریکي او تائید شوې. او دارنګه د نظم ډسیپلین کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د صنفونو ال سي ډي جوړي او منظمي کړي او ترڅنګ یې د ۱۴۰۴ ه.ش کال لپاره د وړاندیز شوي بودجې تائیدي وشوه.

غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۴ - ۱۴:۱۱
Background image

غزني پوهنتون کې استادانو ته د علمي څېړنو په برخه کې د مصنوعي ځیرکتیا د کارونې په اړه علمي سمینار ترسره شو.

غزني پوهنتون کې د استادانو د مسلکي انکشاف آمریت له لوري د استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په موخه په علمي څېړنو کې له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټې اخیستنې تر سرلیک لاندې علمي او معلوماتي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴۸
Background image

خبرتیا!

د غزني پوهنتون د محصلینو لپاره غوره فرصت!

د غزني پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په پام کې لري چې د محصلینو د وړتیاوو د لوړولو په موخه لاندې تقویتي برنامې پر لاره واچوي؛ نو له محصلینو. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۹ - ۱۰:۱۲
Background image

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

د غزنی پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره شوه

نن دو شنبه چې د روان سپوږميز کال ۸/۹/۱۴۴۵ چې د ۲۸/۱۲/ ۱۴۰۲ لمريز کال سره سمون لري، د غزني پوهنتون د علمي شورا ناسته ترسره شوه، ناسته د پوهنتون. . .

BACK TO NEWS